معتادین: په کابل کې هره ورځ له یوه تر ۳ معتاد کسان د یخې هوا له کبله مري

په کابل ښار کې په مخدره موادو یو شمېر روږدي کسان وايي چې هره شپه د دوی له ډلې له یوه تر درېیو کسان د سړې هوا له کبله مري.

د ژمي په دې سړه هوا کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر معتادین له سرپناه پرته شپې او ورځې تېروي.

د کابل ښار حضوري چمن که څه هم یوه ورزشي سیمه ده، خو یو شمېر معتادین هم په‌کې اوسي او نشې کوي چې د دې معتادینو په خبره، د اوسېدلو لپاره بل ځای نه‌لري، نو ځکه اړ دي چې همدلته تر شنه اسمان لاندې د یخنۍ شپې تېرې کړي.

یو معتاد ځوان چې په ایران کې په نشو روږدی شوی، راته داسې وايي:

"ډېر یخ دی، څه وکړو، مجبوري ده، اوس روږدی شوی یم، څنګه وکړم، ډېر معتادین د یخنۍ له امله مړه شوي، هره ورځ مړه کېږي."

یو بل معتاد چې دی هم په ایران کې روږدی شوی، د افغانستان حکومت ګرم بولي او وايي چې د دوی د وضعیت ښه‌والي ته‌یې پام نه‌دی کړی.

دی وایي:

"پرون هم دلته د یخنۍ له امله درې کسان مړه شول، کورونه نه‌لري او یخې شپې دلته تېروي. دولت موږ ته هېڅ توجه نه‌ده کړې، که‌یې وکړي داسې حالات نه‌راځي."

د کابل ښار په پل سوخته سیمه کې هم معتادین له ورته برخلیک سره مخ دي، دوی وايي، تل خلک کرکه ځینې کوي او هېڅ د انسان په سترګه ورته نه‌ګوري.

دوه تنه معتادین راته داسې وايي:

"له یخنۍ نه داسې کونجلک پراته یوو، مړي رانه جوړ دي، د سپي له ژونده مو خراب ژوند دی، ځيني معتادین اوبو یوړل، ځيني نور یې لکه مړي دلته پراته دي، څوګ‌یې غم نه‌خوري، هېڅ‌څوګ مو پوښتنه نه‌کوي چې موږ انسانان یوو او که حیوانات؟"

"مجبور یوو دلته راشو او د پله لاندې پوډر استعمال کړو، خو دلته یخني ډېره ده، پر موږ ډېر تأثیر کوي، د همدې یخنۍ له امله هره ورځ یو یا درې کسان مړه کېږي."

معتادین د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ د ټولنې له کرکې او نفرت سره هم مخ دي، دا کرکه هغه مهال نوره هم زیاتېږي چې کله یو معتاد له یخنۍ څخه د یوه دوکان یا مارکېټ څنګ ته پناه یوسي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا له خلکو څخه غواړي چې معتاد ته د ناروغ په سترګه وګوري او لاسنیوی یې وکړي، دوی همداراز پر اړوندو ادارو غږ کوي چې د معتادینو ستونزې حل او د درملنې لپاره‌یې عملي ګامونه واخلي.

د کابل ښار اوسېدونکي نجیب‌الله او جاوید وایي:

"حکومت، عام خلک او ټولنه باید د دوی لاسنیوی وکړي، څو دا ډول ناروغان له اعتیاد څخه خلاص او ښه ژوند پيل کړي."

"د دوی په لیدلو ډېر دردېږم، ژړا راځي، خو هېڅ مرسته ورسره نه‌شم کولای، له نورو نه مې دا غوښتنه ده چې له دوی څخه عبرت واخلي او په نشو اخته نه‌شي."

هاخوا د عامي روغتیا وزارت د مخدره موادو د غوښتنې راکمولو یا «کاهش تقاضا» ریاست مرستیال عبدالشکور حیدري وايي چې دوی په ژمي کې د معتادینو د راټولو لپاره ځانګړي تدابیر نیولي او هره اوونۍ تر ۲۰۰ پورې معتادین د کابل له بېلابېلو برخو څخه راټولوي او د درملنې مرکزونو ته‌یې استوي.

خو د ښاغلي حیدري په خبره، د امکاناتو د کمښت له امله دوی په ټوله‌ییز ډول ټولو معتادینو ته نه‌شي رسېدای.

عبدالشکور حیدري

نوموړی زیاتوي:

"موږ د ژمي لپاره ځانګړي تدابیر لرو چې هره اوونۍ زموږ ساحوي کارکوونکي ساحې ته ځي او روږدي کسان هڅوي، تر څو د درملنې مرکزونو ته ولاړ شي او په همدې لړ کې موږ هره اوونۍ له دوو تر درې سوو معتادین د درملنې مرکزونو ته استوو، خو دا چې د ستونزې په پرتله زموږ ظرفیت لږ دی، نو ځکه نه‌شو کولای چې په یو ځل ټولو معتادینو ته رسیده‎ګي وکړو."

په ورته وخت کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې د معتادینو د درملنې لپاره‌یې نوي پلانونه جوړ کړي دي.

د دې وزارت د ستراتېژۍ او پالېسۍ مرستیال جاوید احمد قایم وايي چې د نویو پلانونو له مخې به د معتادینو د درملنې بڼه هم بدله او معتادینو ته به په سمه توګه رسېدنه وشي، خو په دې برخه کې د بودجې کمښت لوی خنډ بولي او زیاتوي:

"د معتادینو په برخه کې زموږ یوه لویه ستونزه د بودجې کمښت دی، خو موږ بیا هم هڅه کوو چې راتلونکي کال کې یو نوی میتود چې په لومړي ځل به په درېيو ولایتونو کې عملي شي، پيل کړو، ځکه په دومره شفاخانو کې ډېره ستونزمنه ده چې د معتادینو ستونزې دې هوارې شي. د تداوۍ شکل به تغییر کړو، په کلیو او بانډو کې به درملنه وکړو، ځکه اکثراً معتادین بستري کېدلو ته اړتیا نهلري، خو دا هر څه په بودجې پورې تړلي دي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌مهال په هېواد کې څه باندې درې ميلیونه خلک په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول په نشو اخته دي چې یو میلیون‌یې ښځې او نږدې یو لک‌یې ماشومان دي.

ویل کیږي چې د دې معتادینو ډېره برخه‌یې د ګډوالۍ په موده کې په ایران او پاکستان کې په نشو روږدي شوي دي.

راپور: عبادالله حنانزی

Your browser doesn’t support HTML5

د عبادالله حنانزي راپور