امریکا ۶ تنه لوړپوړي طالبان په تور لیست کې شامل کړي

د امریکا متحدو ایالتونو شپږ تنه د طالبانو او حقانې د شبکې سره د ملاتړ په تور د ترهګرو په لیست کې شامل کړي او له پاکستان سره یې د دوی په ارتباط ټینکار کړی دی.

په دې شپږ کسانو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوړپوړي چارواکي شامل دي.

له دې ډلې یو هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مرکزي بانک مشر عبدالصمد ثاني دی چې دده او نورو په اړه ویل شوي چې هغو وسله والو ته مالي مرستې او وسلې چمتو کوي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پر ائتلافي ځواکونو بریدونو کې ښکېل دي.

د امریکا د خزانې وزارت یو لوړپوړي چارواکي سیګال منډیلکر ویلي، پر دې کسانو د جنوبې اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د پالېسۍ په بنسټ بندیزونه لګېدلي دي.

د ولسمشر ټرمپ ددې پالېسۍ هدف په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې پای ته رسول دي.

سیګال منډیلکر وايي، پاکستان باید وسله والو ته د پناه ځایونو په نه ورکولو له واشنګټن سره همکاري وکړې او د دوی د مالي تمویل لارې چارې دې په شدیده توګه بندې کړي.