د «SAVE THE CHILDREN» مؤسسې د فعالیتونو ځنډېدل او د افغانانو اندېښنې

Your browser doesn’t support HTML5

جلال‌اباد ښار کې له ځانمرګي

په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ساتنې په ادارې له حملې او په افغانستان کې د دغې ادارې د فعالیتونو له ځنډولو وروسته یو شمېر افغانان وايي، د مرستندویه بنسټونو د کارونو ځنډ د افغانانو په تېره بیا د افغان ماشومانو په ژوند منفي اغېز لري.

دوی د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۵» ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، که د داسې مؤسسو کارونه ودرول شي، په افغانستان کې د مرسته کوونکو ادارو ملاتړ کوونکي رول ته زیان رسوي.

له ډلې یې محمد نعیم او فیصل ارمان وايي:

"ځينې بهرنۍ کړۍ او استخباراتي ډلې غواړي په دا ډول حملو په افغانستان کې د مرسته رسولو بهیر ټکنی کړي او له دغه هېواد سره مرستې کمې کړي، تر څو افغانان بې وزله او مجبور وویني.

-هغه حملې چې په بهرنیو مؤسسو کېږي، ډېر بد نوم لري، امنیتي ځواکونه یې باید مخنیوی وکړي، ځکه دا ډول حملې دلته د نړیوالو مرسته رسوونکو بنسټونو مرستې کمې وي او د امنیت له اړخه مو نړۍ ته بد معرفي کوي."

دا وخت افغان ماشومان ملاتړ ته اړتیا لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ماشومانو د ملاتړ موسسې یا « SAVE THE CHILDREN» په جلال‎اباد کې د دغه ادارې په دفتر د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» له حملې وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د یادې ادارې د چارواکو نظر هم واخلي، خو دغې مؤسسې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د ماشومانو د ملاتړ دغې ادارې د یوې اعلامېې په خپرولو سره ویلي، دوی به په افغانستان کې خپل فعالیتونه هغه وخت پیل کړي چې په دغه هېواد کې د امنیت په اړه ډاډمن شي.

د دغې مؤسسې مسؤلینو د معلوماتو له مخې « SAVE THE CHILDREN» مؤسسه د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې په پنځو برخو روغتیا، خوندیتوب، ښوونې او روزنې، تغذیي او د خطر په وخت کې د اړمنو ماشومانو ژوند ته د پاملرنې په برخو کې فعالیت کوي.

په ورته وخت کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۵» یې د ګمرکي خدماتو واحد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې دا حمله د بشري ضد جنایت وباله او ويې غندله.

ښاغلي عبدالله وویل، افغانان سوله او ثبات غواړي او هېڅ‎څوک د دغه هدف مخه نه‎شي نیولای:

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

"تېره ورځ یوه مؤسسه چې افغان ماشومانو ته د شاوخوا څلورو لسیزو د خدمت سابقه لري، تر حملې لاندې راغی، او موږ تلفات هم لرل، زه یقین لرم چې افغان سوله غواړي او دوی په هېواد کې د عادلانه سولې د ټینګېدو هیله لري دوی به دغې ارزو ته رسېږي، خو جنایت کارانو تېره ورځ یو بل بشري ضد جنایت په خپل نوم ثبت کړ."

بل‎خوا د افغانستان بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم دا حمله غندي او وايي، دا وخت افغان ماشومان ملاتړ ته اړتیا لري او د ماشومانو د ملاتړ اداره باید په خپله پریکړه بیا غور وکړي.

بلال صدیقي

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي وايي:

"په افغانستان کې د دغې بنست د فعالیتونو ځنډ د افغان ماشومانو په وضعیت ناوړه اغېز لري، ځکه چې ناامني، کډوالي، د ماشومانو معلولیت او دا چې په درنو کارونو لګیا دي دوی ډېر ملاتړ ته اړتیا لري، موږ هیله من یو چې دا مؤسسه په خپله پریکړه بیا غور وکړي او ماشومان چې بنسټیزو خدماتو ته اړتیا لري ارایه کړي."

ښاغلی صدیقي وايي، افغان حکومت مکلفیت لري چې د دغې مؤسسې د کارکوونکو امنیت خوندي کړي چې دوی وکولای شي افغان ماشومانو ته خپل خدمتونه په ښه ډول ورسوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ