له کابله د ۷ وژلو شویو اوکراینیانو مړي خپل هېواد ته انتقال شول

د هغو ۷ اوکراینیانو مړي پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» خپل هېواد ته انتقال شول چې د کابل په انټر کانټیننټال هوټل کې وژل شوي وو.

د بهرنیو چارو د وزارت د کونسلي چارو رئیس میرویس صمدي پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴»د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې اوکرایني چارواکو ته د دغو جسدونو د سپارلو پر مهال وویل:

"له بده‎مرغه دا یوه ترورېستي پېښه وه چې وحشي ترهګرو او د هغوی د ملاتړیو له لوري رامنځته شوه. زموږ د یو شمېر هېوادوالو د شهادت ترڅنګ په دې پېښه کې یو شمېر بهرنیان ووژل شول چې د دې قربانیانو کورنیو او د هغوی له هېوادونو سره ژوره خواخوږي څرګندوو."

د شنبې په شپه د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل شپږ کسانو برید وکړ.

په دې حمله کې د کورنیو چارو د وزارت په وینا د ۱۴ بهرنیو په ګډون تر ۲۲ تنو ډېر ووژل شول.

په بهرنیانو کې تر ټولو د اوکراین اتباع ډېر وو چې دوی د کام‎ایر له هوایي شرکت سره کار کاوه. د دې شرکت مسؤلانو د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې نهه تنه کارکوونکي یې لاهم تري تم دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې څلور امریکایان د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل په وروستي برید کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.