غني: د انټرکانتننټال هوټل پېښه کې بې غوره کسان به مجازات شي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، هغو کسانو چې د انټرکانتننټال هوټل د برید په مخنیوي کې بې غوري کړې ده، مجازات به شي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي پرون په فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې ښاغلي غني دا ژمنه د کابینې په غونډه کې وکړه.

ولسمشر د دې برید د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی او ویلي یې دي چې له خلکو سره به د تحقیقاتو نتیجه شریکه شي.

د کانټیننټال پر هوټل د شنبې په شپه شپږ کسانو برید وکړ.

د کورونیو چارو د وزارت په وینا په دې حمله کې تر شلو ډېر افغانان او بهرنیان ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د هوټل یو شمېر کارکوونکو او د کابل-بلخ په نوم د خصوصي امنیتي شرکت له مامورانو چې د کانټیننټال امنیت ورسپارل شوی و، تحقیقات پیل شوي دي.