ټېلرسن لاوروف سره د سوریې، شمالي کوریا او اوکراین په اړه وغږېد

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره د سوریې، شمالي کوریا او اوکراین په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت وویل، رکس ټېلرسن له سرګي لاوروف سره پرون په ټیلیفون وغږېده.

ناوئرت په یوه بیان کې څرګنده کړه چې د اوکراین په اړه د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او روسیې د ځانګړیو استازیو راتلونکې غونډې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې روسیه باید د مینسک د تړون د پلي کېدو هڅې زیاتې کړي او د اوکراین په ختیځ کې دې د شخړو د زیاتېدو مخه ونیسي. په دغې سیمې کې په وروستیو کې نښتې ډېرې شوي دي.

د ناوئرت په وینا د سوریې په برخه کې رکس ټېلرسن وویل چې په جنوا کې د ملګرو ملتونو په راتلونکي غونډه کې باید روسیه د سوریې ولسمشر بشار الاسد وهڅوي چې رغنده هڅې وکړي.

ټېلرسن همدا راز ټینګار وکړ چې ټول لوري باید په شمالي کوریا کې د ملګرو ملتونو د اقداماتو د پلي کېدو ملاتړ وکړي.