امریکا تأييد کړه چې ۴ وګړي یې د انټر کانټیننټل هوټل پېښه کې وژل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې څلور امریکایان د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل په وروستي برید کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرټ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» په یوه خپاره کړي بیان کې د وژل شویو امریکایانو کورنیو ته د درناوي په خاطر په دې اړه نور جزئیات نه‎دي ورکړي، خو په دې حمله کې چې شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي، یوازې د څلورو امریکایي اتباعو وژل کېدل او دوو ټپي کېدل یې تأیید کړي دي.

له دې مخکې نوموړي په دغه حمله کې چې مسؤلیت یې وسله‎والو طالبانو په غاړه اخېستی یوازې دومره ویلي چې امریکایانو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې تر اوسه نه‎و ښودلی.

افغان چارواکو ویلي چې د وژل شویو ۱۴ بهرنیانو څخه ۱۱ یې د کام ایر افغان هوایي خصوصي شرکت کارکوونکي وو.

د دې شرکت د اوو وژل شوېو اوکراینیانو مړي پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» خپل هېواد ته ولېږدول شول.