سرخط: امریکا پاکستان ته امر کړی چې د حقاني جګړه‌ماران او طالبان راوشړي

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډېره په کابل کې د انټرکانټیننټل هوټل د شوې حملې په اړه د بېلابېلو اړخونو په غبرګونونو بحثونه کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د کابل پر انټرکانټیننټل هوټل د حملې په اړه د سپینې ماڼۍ غبرګون راخیستی او لیکلي یې دي چې له دې حملې وروسته سپینې ماڼۍ پاکستان ته امر کړی دی چې د حقاني شبکې جګړه‌ماران او طالب وسله‎وال ونیسي او یا دې افغانستان ته راوشړي.

ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه ویاند په حواله لیکلي دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو طالبانو ته پناه ورکړې چې له هغه ځایه په افغانستان کې د جګړې پلانونه جوړوي.

د ورځپاڼې په وینا د سپینې ماڼۍ له‎خوا دا امر داسې مهال شوی دی چې پر انټرکانټیننټل هوټل د حملې پر مهال د نیول شوي موټر له پلټنو معلومه شوې ده چې په موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد د پاکستان دي.

ورځپاڼې د سرلیکنې په پای کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې له دې موقع دې ګټه پورته کړي او ټول هغه اسناد دې راټول کړي چې وښيي پر انټرکانټیننټل حمله د پاکستان په فرمایش شوې ده.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې هم پر انټرکانټیننټل هوټل د حملې په اړه د سپینې ماڼۍ په غبرګون بحث کړی او لیکلي یې دي چې اوس افغان حکومت باید له دغې حملې څخه په نړیواله کچه د افغانانو د مظلومیت د ښکاره کولو لپاره استفاده وکړي.

ورځپاڼې پر انټرکانټیننټل هوټل له حملې وروسته د افغان چارواکو په حواله لیکلي دي چې دا حمله د حقاني شبکې د ډیورند له کرښې پورې غاړې پلان کړې وه، خو د ورځپاڼې په وینا اوس پوښتنه دا ده چې افغان حکومت له دې ادعا وروسته څه کول غواړي؟

ورځپاڼې لیکلي دي چې په‌کار ده په کابل کې د وروستۍ حملې په اړه د سپینې ماڼۍ د غبرګون هرکلی وشي او افغان چارواکي باید له دې حملې نه په استفادې نړۍ ته وښیي چې هغه ترهګر چې د پاکستان استخبارات‌یې ملاتړ کوي په افغانستان کې څه ډول جرمونه کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې اوس په پاکستان د فشار لپاره تر ټولو ښه وخت دی، ځکه چې ظاهراً د امریکا دریځ هم بدل شوی او پاکستان له فشار سره مخامخ دی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په کابل کې پر وروستۍ حملې د سپینې ماڼۍ د غبرګون په اړه څو بېلابېل مطالب خپاره کړي دي او لیکلي یې دي چې له پاکستانه د طالب مشرانو شړل د افغانستان په ګټه ده او د ورځپاڼې په وینا د دې غوښتنې هرکلی کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې له پاکستانه د طالبانو د مشرانو شړل به دوی د «ای. اېس. آی» له ولکې وباسي چې بیا به د سولې د بهیر په اړه په خپلواکه توګه پرېکړه وکړای شي.

د ورځپاڼې په وینا که طالبان د پاکستان د استخباراتو په ولکه کې نه‌وی، نو لا ډېر پخوا به‌یې سوله کړې وه او داسې څه به‌یې نه‌کولای چې پر ځان ټولې لارې بندې کړي.

ورځپاڼې وړاندې د ټرمپ ادارې د ویاندې په حواله لیکلي دي چې پاکستان ته به اجازه ورنه‎کړي چې خاوره‌یې د افغانستان پر ضد وکارولی شي، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا پر انټرکانټیننټل هوټل حمله هم په پاکستان کې پلان شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان د ترهګرو ډلو د پاللو او په افغانستان کې یې د نیابتي جګړې د پر مخ بیولو لپاره اوس‌مهال د نړیوالې ټولنې له‎خوا تر سخت فشار لاندې دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د طالب مشرانو په وړاندې د اقدام کولو لپاره له اسلام‎اباد څخه د امریکا غوښتنه جدي ده چې په‎کې پاکستان ته دوه انتخابه ایښودل شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز پاکستان ته په خطاب کې ویلي دي چې یا دې طالب مشران په خپله خاوره کې ونیسي او یا دې هم افغانستان ته وشړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا غوښتنه داسې مهال شوې ده چې له دې مخکې هم امریکایي چارواکو پاکستان ته خبرداری ورکړی وو، که اسلام‎اباد د حقاني شبکې او طالب مشرانو د له‎منځه وړلو په برخه کې له امریکا سره همکاري ونه‎کړي، نو واشنګټن به خپله لاس په کار شي.