ټېلرسن: سوریه کې په هر کیمیاوي برید کې ملامتي د مسکو پر غاړه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په سوریه کې په هر ډول کیمیاوي برید کې وروستۍ ملامتي د مسکو پر غاړه ده.

رکس ټېلرسن دا څرګندونې د سې شنبې د ورځې په ماښام په پاریس کې د امریکا او فرانسې په شمول د ۲۴ هېوادونو له‎خوا د هغه نوي سازمان د پرانیستې په مراسمو کې وکړې چې د هغو کسانو د تثبیت او سزا ورکولو په هدف جوړ شوی چې کیمیاوي وسلې کاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل:

"په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې د مسئلې په هواري کې د روسیې ناکامي، د سوریې د ټول بحران د هواري سره د روسیې د اړیکې په اړه پوښتنې پیدا کوي. لږ تر لږه په دې اړه باید روسیه ویټو کول بس کړي او لږ تر لږه دې د دې موضوع په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په راتلونکو رأی ورکولو له ویټو کولو ډډه وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن په وینا، په دې اړه چې روسیه خپل متحد سوریه ژغوري شک نه‎لري او روسیې په دې اړه د تضمینوونکي په توګه د ۲۰۱۳ میلادي کال له هوکړه‎لیک سرغړونه کړې ده.