امریکا په کندهار کې افغان هوايي ځواک ته ۴ نورې بلک هاک هلیکوپټرې ورکړې

د امریکا متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ د کندهار په هوايي لوا کې افغان هوايي ځواک ته ۴ بلک هاک هلیکوپټرې وسپارلې.

دا په روان ۱۳۹۶ کال کې د امریکايي بلک هاک هلیکوپټرو دوهمه جوپه ده چې افغان هوايي ځواک ته سپارل کېږي.

افغان هوايي ځواک ته د دغو نویو بلک هاک هلیکوپټرو د سپارلو پر مهال د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قوماندان جنرال محمد شعیب ازادي راډیو ته وویل چې د دغو څلورو نویو بلک هاک هلیکوپټرو په تر لاسه کېدو سره د کندهار په هوايي لوا کې د بلک هاک هلیکوپټرو شمېر ۸ ته ورسېد.

افغان هوايي ځواک ته تسلیم شوي بلاک هاک هلیکوپټرې.

د جنرال شعیب په وینا د دغو الوتکو د سپارل کېدو سره پر يوه وخت په امریکا، چک او کندهار کې د افغان پيلوټانو د روزنې بهير هم دوام لري.

د نوموړي په وینا له دې پیلوټانو څخه یو شمېر یې په درېیو جلا جلا ګروپونو کې عملي او نظري زده‌کړې تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا بلاک هاک هلیکوپټر دي چې څلور باله مخکې د میزان په میاشت کې تسلیم شوې اوس دا دی څلور باله نورې هم موږ ته وسپارل شوې."

په عین وخت کې په جنوب کې د هوايي لوا قوماندان جنرال رازق شیرزي وویل چې له دې طيارو څخه به د اړتیا پر مهال په عملياتي برخه کې ګټه واخلي.

د شیرزي په وینا چې اوس‌مهال له دغو الوتکو څخه په تعليمي برخه کې کار اخيستل کېږي.

تسلیم شوې بلاک هاک هلیکوپټره.

چارواکي وايي، د امریکا متحده ایالات به تر ۲۰۲۴ میلادي کاله افغان هوايي ځواکونو ته ۱۵۹ بلک هاک هليکوپټرې ورکړي.

د دغو هلیکوپټرو لومړۍ جوپه د تلې پر ۱۵مه نېټه په کندهار کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته وسپارل شوه.

راپور: محمد صادق رښتینی