د پاکستان صدراعظم: حکومت به د حافظ سعید د بنسټونو کنټرول واخلي

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي چې حکومت به‌يې هغه پرېکړه پلې کړي چې له مخې يې ټاکل شوې ده د هغې اسلامي سخت دريځې ډلې د خيريه ادارو واک تر لاسه کړي چې واشنګټن ترورېستي ډله اعلان کړې ده.

  • پاکستان دا پرېکړه ولې اوس کړې ده د کومې ډلې د خيريه ادارو نومونه ياد شوي دي؟

ويل کېږي پاکستان د امریکا او نړیوالو ادارو تر فشار لاندې پرېکړه کړې چې د ترورېستانو تمويلوونکي وسيلې به ځپي.

پاکستان تېره مياشت له حافظ سعيد سره پر اړوندو خيريه يا د صدقې او خيرات په نوم ادارو د له‌منځه وړلو محرم پلان جوړ کړ.

حافظ سعید

واشنګټن وايي، حافظ سعيد د ۲۰۰۸ میلادي کال د ممبی په حملو کې لاس درلود چې په‌کې ۱۶۶ کسان ووژل شول.

امریکا همداراز وايي چې جماعت‌الدعوه او فلاح انسانيت بنسټونه د لشکر طیبه ډلې ترورېستي جبهې دي.

لشکر طيبه ډله، حافظ سعید په ۱۹۸۷ میلادي کال کې جوړه کړې وه.

واشنګټن او هندوستان دواړه پر دغې ډلې د ممبی د حملو پړه اچوي.

سعيد دوامداره په دې حمله کې لاس درلودل رد کړي دي او وايي هغه خيريه ادارې چې ده جوړې کړي، له سخت دريځو سره هېڅ تړاو نه‌لري.

ملګرو ملتونو پر حافظ سعيد او د ده پر ادارو بنديزونه لګولي دي، خو دی بیا هم په پاکستان کې په ازاده توګه د لاريونونو مشري کوي.

حافظ سعيد د اسلام‌اباد او نوې ډېلي ترمنځ د اړيکو په لاره کې له خنډونو څخه ګڼل کېږي.

شاهد خاقان عباسي

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي روېټرز خبري اژانس ته ويلي چې د پاکستان حکومت به د حافظ سعيد د خيريه مؤسسو کنټرول واخلي او نور فعالیت ته به‌يې نه‌پرېږدي، خو ده د دې اقدام وخت نه‌دی ياد کړی چې کله به وشي.

روېټرز راپور ورکړی چې جماعت‌الدعوه او فلاح انسانيت بنسټونو په دې اړه د دوی هېڅ پوښتنې ته ځواب نه‌دی ويلی، خو دغو ادارو مخکې ويلي وو چې که حکومت د دوی د کنټرول تر لاسه کولو هڅه وکړه دوی به‌يې پر وړاندې قانوني اقدامات وکړي.

پر پاکستان تورونه دي چې يوازې هغه ترورېستان هدف ګرځوي چې دوی ته خطر وي، خو هغه ترورېستان چې په ګاونډيو افغانستان او هندوستان کې تخريب کوي، ازاد ګرځي.

  • ايا عباسي په دې اړه هم څه ويلي؟

پرته له شکه چې پاکستان دا تورونه ردوي، خو د روېټرز راپور وايي چې عباسي يوازې دا ويلي چې د نړیوالې ادارې مالي اقداماتي ځواک سره تر ليدو وروسته د ترورېستانو تمويلي وسيلې په نښه کوي.

دغې نړيوالې ادارې اسلام‌اباد ته خبرداری ورکړی وو چې که د ترورېستانو د تمويل پر ضد اقدامات ونه‌کړي، په هغه لېست کې به د پاکستان نوم شامل کړي چې د ترورېستانو پر وړاندې د هېڅ نه‌کولو په خاطر بايد تر څار لاندې شي.

همداراز ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو ټيم روانه مياشت پاکستان ته ولاړ شي او د ملګرو ملتونو له‌خوا د ترورېستي اعلان شويو ډلو پر وړاندې د پاکستان په اقداماتو کې پرمختګ وارزوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کال په لومړۍ ورځ په خپل لومړي ټويټ کې پاکستان درواغجن هېواد وباله او ویې‌ویل چې امریکا يې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې تېر ايستلی ده ځکه د ده په وينا پاکستان اوس هم ترورېستانو ته خوندي ځايونه ورکوي.

له هغه وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې شوي او پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شوي چې د ترورېستانو پر وړاندې بايد جدي اقدامات وکړي.