اصلاح: ترهګر څنګه له موانعو تېر او انټرکانټیننټل هوټل ته‌یې ځان ورساوه؟

کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د کابل پر انټرکانټینینټال هوټل د برید په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هوټل کې دننه له ترهګرو سره د نفوذي کسانو د مرستې په تأیید سره ویلي چې پلټنې او د مسؤل امنیتي شرکت له کسانو تحقیقات پیل شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي، د یاد وزارت چارواکو ویلي، غواړي د دغه برید په اړه د خلکو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ومومي.

ورځپاڼې لیکلي، له خلکو سره پوښتنې دي چې څنګه ترهګر وتوانېدل له ټولو امنیتي موانعو تېر او هوټل ته ځان ورسوي؟

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه لیکلي، د افغانستان د هوټل لرونکو ټولنې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د برید او مرګ ژوبلې په اړه ویلي چې پانګه به له هېواده ولاړه شي او هېڅ پانګه‌وال به حاضر نه‌شي چې په هېواد کې پانګونه وکړي، ځکه دوی د اوسېدو یو خوندي ځای نه‌لري.

په سرمقاله کې راغلي، پر دې هوټل دا دوهم لوی برید دی چې درنه مرګ ژوبله لري.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

پر انټرکانټیننټال هوټل د وروستي برید په څېر بریدونه دا ښيي چې زموږ اصلي ستونزه جګړه او د امنیت نشتوالی دی، حکومت او چارواکي دې دغه لومړیتوب درک کړي، نور ولس د دغه حالت د دوام زغم نه‌لري او باید له دې ماتم، ماتم چاپېریال نه راووځي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ ته د انټرکانټیننټال هوټل د امنیت د چارو د سپارلو په اړه انتقاد کړی دی.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، دا کار د کوم چارواکي په وساطت شوی و او ولې امنیتي چارواکي د دغه مقام او دغه‌شان د یادې امنیتي کمپنۍ له نوم اخیستلو ډډه کوي؟

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د دغه برید په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې دا په پاکستان کې پلان شوی و.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي چې دا برید په کور دننه او په نړیواله کچه غندل شوی دی.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دا برید یو وحشتناک برید ګڼلی او په‌کې یې د شپږو اوکراینیانو د وژلو په اړه خپل ولسمشر ته خبر ورکړی دی.

هېواد لیکلي چې دغه برید د ملګرو ملتونو عمومي منشي او په افغانستان کې د امریکا سفارت هم غندلی دی.