افغان ولسمشر د ملي پولیسو هلې ځلې وستایلې

افغان ولسمشر د ملي پولیسو د ځانګړي قطعې څخه د لیدنې پر مهال د دغو پولیسو هلې ځلې وستایلې.

د جمهوري ریاست له‎خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» د دغې قطعې قرارګاه ته ورغلی و او د ملي پولیسو د ځانګړي قطعې د ټپیانو د درملنې لپاره یې له یوه بهرني هېواد سره د قرارداد خبره کړې ده، خو نور جزئیات یې نه‎دي ورکړي.

د اعلامیې له مخې په همدې لیدنه کې د دې قطعې مشر پاسوال سید محمد روشندل په کابل کې د بېلابېلو بریدونو پر مهال د دغې قطعې پر متقابل ځواب او مؤثریت خبرې وکړې.

اعلامیې د ښاغلي روشندل له قوله پر انټر کانټیننټال د تېرې ورځې برید پیچلی برید بللی دی چې په وینا یې ملي پولیس وتوانېدل په مسلکي ډول د خلکو ژوند وژغوري.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغه برید کې چې د یکشنبه په شپه وشو، د کورنیو او بهرنیو اتباعو په ګډون ۲۲ تنه ووژل شول او نهه تنه ټپیان شول.