د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل د برید د قربانیانو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی دی.
ویس احمد برمک له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغهراز وویل چې د کورنیو چارو او د ملي امینت عمومي ریاست یو ګډ پلاوی ګمارل شوی، څو د دغه برید په اړه پلټنې وکړي.
نوموړي د تلفاتو په اړه وویل:
"د هغو معلوماتو له مخې چې زهیې تر اوسه لرم، ۱۴ بهرني وګړي دي چې له بدهمرغه په دې پېښه کې وژل شوي دي، پاتې نور ملکي افغانان دي چې په شهادت رسېدلي او د پولیسو د قطعاتو ۱۲ تنه ټپیان شوي دي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دا هم تأیید کړه چې په بهرنیو وژل شویو کې ډېری د اوکراین وګړي دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پائولو کلمیکین د دوشنبې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» په مازیګر په کیف کې په یوه خبري غونډه کې تأیید کړه چې د دغه هېواد ۷ وګړي د کابل په برید کې وژل شوي دي.
د دغه برید مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی دی.