کام ایر هوایي شرکت وايي، لا هم د دوی ۹ کارکوونکي ورک دي

د افغان کام ایر خصوصي هوایي شرکت وايي، د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل برید کې لا هم د دوی ۹ کارکوونکي ورک دي.

د دغه شرکت جنرال ډایرکټر صمد عثمان صمدي نن ازادي راډیو ته وویل، د تلفاتو په اړه ځکه کره معلومات په لاس کې نه‌شته چې لا هم د دوی یو شمېر کارکوونکي ورک دي او د ځینو جسدونه ورته نه‎دي سپارل شوي.

دی وايي:

"له ۴۰ زیات کسان په هوتل کې وو، یو برخه‌یې معلومه نه‎ده چې شته او کنه، دومره ویلی شم، هغه کسان چې موږ ترلاسه کړي، لا هم زموږ نهه نفره ورک دي، عدلي طب تشخیص کړي نه‎دي او رسمي معلومات‌یې نه‎دي راکړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د وړمې شپې او پرون ورځې په پېښه کې ټول ټال ۱۹ کسان چې ۱۴ بهرنیان دي وژل شوي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې په دغه برید کې اکثره وژل شوي د افغان کام ایر خصوصي هوایي شرکت بهرني کار کوونکي او پیلوټان شامل دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د وړمې شپې او پرون ورځ له پېښې څخه ۲۲ جسدونه وروړل شوي دي.