افضلي: د بې‌کفایتیو له امله د انټرکانټیننټال د تلفاتو شمېر سم نه‌و

اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسیون چارواکي انتقاد کوي چې د کورنیو چارو وزارت د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل حمله کې د تلفاتو د شمېر په اړه ضد او نقیض معلومات خپروي.

د دغه کمېسیون رئیس سید اکرام افضلي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه وزارت د خپلو بې‌کفایتیو د پټولو لپاره د دقیقو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا دا تورونه ردوي او وايي چې دوی تل هڅه کړې چې له رسنيو سره کره او تازه معلومات شريک کړي.

دغه وزارت وایي، د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د وسله‌‎والو طالبانو په برید کې ۱۴ بهرنیان او پنځه افغانان وژل شوي دي.

خو روېټرز خبري اژانس بیا د یوه لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي له قوله چې نوم‌یې نه‎‌دی ښودل شوی، د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰ زیات ښودلی دی.