پر انټرکانټیننټال هوټل برید کې د وژل شویو بهرنیانو هویت په ډاګه شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د وسله‌والو طالبانو په برید کې د یو شمېر وژل شویو بهرنیانو هویت په ډاګه کړ.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي نن یکشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» ازادي راډيو ته وویل، په بهرنيو وژل شويو کسانو کې یو یې د قرغزستان، ۹ يې د اوکراین، یوه‌یې د یونان او د درېیو نورو هویت به ډېر ژر روښانه کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې تأیید کړې وه چې شپږ تنه اتباع‌‌یې په دغه برید کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې په دغه برید کې اکثره وژل شوي د افغان کام ایر خصوصي هوایي شرکت بهرني کار کوونکي دي.

د روېټرز په وینا د برید پر مهال د دې شرکت شااوخوا ۴۰ پیلوټان او نوره عمله د هوټل دننه وو.

د دې شرکت د لږ تر لږه ۱۱ کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.