د فرانسې د بهرنيو چارو وزير به د مارچ پر پنځمه ايران ته سفر وکړي

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير وايي، دى به د تهران د بالیسټيک ميزايلو د پروګرام او اټمي موافقې په اړه د بحث لپاره د مارچ پر پنځمه ايران ته سفر وکړي.

ژان ايو-لودريان په هغه مرکه کې چې لي فيګارو ورځپاڼې نن خپره کړې ويلي، د بالیسټيک ميزايلو او سيمه‌ييزو مسايلو په اړه له ايران سره بحث ته داخل شوي يو.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير روانه مياشت وروسته له هغې ايران ته خپل سفر لغوه کړ چې په ايران کې د درېيو اوونيو په موده کې د حکومت ضد مظاهرو دغه هېواد ته ټکان ورکړ.

ايو-لودريان وويل، فرانسه تمه لري چې په منځني ختيځ کې د ايران د بې‌ثباتوونکي پوځي نفوذ، د لبنان له حزب‌الله ډلې د مالي ملاتړ او په يمن کې يې له حوثي ياغيانو د حمايت مسايل مطرح کړي، ځکه نو بايد د مارچ پر پنځمه نېټه ايران ته سفر وکړم.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير وايي، له خپل ايراني سيال جواد ظريف سره به خبرې وکړي.

ايو-لودريان تر دې مخکې پر ايران تور لګولى و چې په سيمه کې د خپل نفوذ د پراختيا اراده لري، خو تهران د دغه تور په ځواب کې ويلي وو، فرانسه د سيمې په بحرانونو کې سليقوي او جناحي چلند کوي.