امریکا: ترکیه دې د سوریې د کُردانو په وړاندې له زغمه کار واخلي

د امریکا متحده ایالاتو له ترکیې وغوښتل چې د سوریې د کُردانو په وړاندې له زغمه کار واخلي او دا مسئله یقیني کړي چې په عفرین کې پیل شوي عملیات په یوې مشخصې سیمې پورې محدودوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت په یوه بیان کې دا هم ویلي چې ترکیه باید د ملکي وګړو خونديتوب یقیني کړي.

د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» وویل چې د هېواد ځواکونه‌یې د دوهم ځل لپاره د سوریې شمال لوېدیځ د عفرین سیمې ته ننوتل او د کُرد ملېشو په وړاندې چې امریکا یې ملاتړ کوي او انقره هغوی ترهګر بولي، پوځي عملیات پیل کړل.

په عین حال کې فرانسې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې چې په سیمه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړي.