د کورنیو چارو وزارت: پر انټرکانټیننټال هوټل حمله کې ۱۸ تنه وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د وړمې ورځې په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

له دې مخکې دې وزارت د وژل شويو شمېر پنځه تنه ښودلی و.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش تېر ماښام ناوخته ازادي راډيو ته وویل:

"۱۴ بهرنیان وژل شوي او څلور افغانان شهیدان شوي دي. ۱۰ تنه ټپیان لرو چې شپږ یې پولیس دي او څلور ملکي وګړي دي."

د ځینو راپورونو له مخې په دغه برید کې چې مسؤلیت‌یې وسله‎والو طالبانو په غاړه اخیستی، له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې اړه څېړنه پیل شوې چې دغه شپږ برید کوونکي چې ټول د پولیسو له‎خوا ووژل شول، په څه ډول دغه هوټل ته ننوتي او وسلې او مهمات‌یې له ځان سره وړي وو؟

اکثره وژل شوي بهرنیان، د افغان کام ایر خصوصي هوایي شرکت پیلوټان او نور کار کوونکي ښودل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې د اوکراین او قزاقستان حکومتونو په دغه برید کې د خپلو څو تنو اتباعو وژل کېدل تأیید کړي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پائولو کلمیکین وویل چې شپږ اوکراینیان په دغه برید کې وژل شوي او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند انور ژاینکوف هم د خپل هېواد د یوه تبعه وژل کېدل تأیید کړي دي.

په عین حال کې د ونزوئلا د دوو پیلوټانو د وژل کېدو خبره هم د هغوی خپلو خپلوانو اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته کړې او ویلي یې دي چې نه‌پوهېږي چې د خپلو عزیزانو مړي په څه ډول له افغانستانه خپل هېواد ته ولېږدوي، ځکه ونزوئلا په کابل کې قونسلګري نه‌لري.

د دغو نهو اوکرایني، قزاقستاني او ونزوئلايي وګړو په ګډون د ۱۴ بهرنیانو وژل کېدل، تر ټولو لوړ تلفات دي چې په افغانستان کې په یوې حمله کې بهرنیانو ته رسېږي.