د امريکا د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن لندن ته ځي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن ناوخته لندن ته ځي.

رکس ټېلرسن د اروپا په هغه سفر وتلى چې يوه اوونۍ به دوام کوي.

دى به پاريس او وارسا ته لاړ شي، بيا به د سوريس په داوس ښار کې په يوه نړيواله اقتصادي غونډه کې برخه واخلي.

تمه کېږي د امريکا د بهرنيو چارو وزير ښاغلى ټېلرسن په لندن کې د بريتانيا د بهرنيو چارو له وزير بوريس جانسن او د هغه هېواد د ملي امنيت له سلاکار مارک سيدويل سره د ايران، سوريې، ليبيا، شمالي کوريا او اوکراين په مسئله کې پر همکارۍ خبرې وکړي.

ټېلرسن به د سې شنبې په ورځ په پاريس کې له عالي رتبه فرانسوي چارواکو سره پر وَرته موضوعاتو خبرې وکړي، بيا به دوې ورځې په داوس ښار کې تېرې کړي.

وروسته به د جمعې په ورځ د پولنډ له عالي رتبه چارواکو سره پر امنيتي او اقتصادي مسايلو د بحث لپاره هغه هېواد ته سفر وکړي.

امريکايي چارواکي وايي، رکس ټېلرسن به په پولنډ کې د امريکا د پوځي حضور په اړه بحث وکړي.

وروسته له هغې چې روسيې په ٢٠١٤میلادي کال د اوکراين کريميا سيمه لاندې کړه او هلته يې د روس-پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ، پولنډ په خپله خاوره کې د امريکا او متحدانو پوځي حضور ته اجازه ورکړې ده.