نور: له ارګ سره په خبرو کې د جمعیت وروستۍ پرېکړه منم

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا له غړو سره په خبرو کې ویلي چې له ارګ سره د جمعیت ګوند په مذاکراتو کې د یاد ګوند د رهبرۍ شورا وروستۍ پرېکړه به ومني.

تېره شپه د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا له ۱۰ ډېرو غړو په بلخ ولایت کې د عطا محمد نور سره وکتل.

د بلخ د ولایتي شورا مشر او عطا محمد نور ته نېږدې کس ډاکتر افضل حدید ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې لیدو کتو کې د خبرو محوري بحث د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ د روانو مذاکراتو موضوع وه.

حدید سره له دې چې د جزیاتو له شریکولو یې ډده وکړه، خو زیاته یې کړه چې عطا محمد نور په دې لیدو کتو کې ویلي چې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا وروستۍ پرېګړه مني.

ډاکتر افضل حدید وویل چې جمعیت ګوند له ارګ سره پر ۱۲ مواردو غوښتونو خبرې پيل کړي او تر دې دمه په ډېری مواردو دواړو لورو توافق هم کړی دی.

ښاغلي حدید زیاته کړه:

" پر ۱۲ مواردو وړاندیزونو خبرې پيل شوي چې پر یو شمېر مواردو یې توافق هم ترسره شوی، د بلخ والي د ځان لپاره څه نه غواړي او ویلي یې دي چې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا پرېګړه به مني. "

د جمعیت ګوند مرستیال ویاند ذبیح فطرت ازادي راډیو ته وویل چې بلخ ته د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا د غړو په سفر کې د یاد ګوند پر داخلي مسایلو بحث وشو.

سره له دې چې جمعیت ګوند له ارګ سره د مذاکراتو له دوام خبر ورکوي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د عطا محمد نور او ارګ ترمنځ رامنځته شوې سیاسي لانجه یوه وړه حل کېدونکې موضوع بولي.

د ولسمشر د دفتر رئیس مرستیال هارون چخانسوری پرون شنبه رسنیو ته وویل چې د بلخ پخواني والي او مرکزي دولت ترمنځ رامنځته شوې سیاسي نزاع یوه وړه داخلي موضوع ده چې ژر به حل شي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور استعفا ولسمشر غني کابو یوه نیمه میاشت دمخه منظور کړه، خو ښاغلی نور لا هم په بلخ کې د والي په توګه خپلې چارې پر مخ بیايي او په یاد سمت کې د پاتې کېدو لپاره یې په کراتو مرکزي دولت ګواښلی هم دی.

عطا محمد نور ویلي، که مرکزي دولت د هغه د ګوښه کېدو لپاره له قهري قوې کار واخلي، نو له ورته غبرګون سره به مخ شي.

د سیاسي چارو پوهان د مرکزي حکومت پر وړاندې د بلخ د پخواني والي دې عمل ته بغاوت وايي او زیاتوي چې یاد مسئله د نظام مشروعیت تر سوال لاندې وړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور

د سیاسي چارو کارپوه ادیب غیاثي یې په اړه وايي:

"د بلخ د ولایت له څوکۍ د عطا محمد نور نه ګوښه کېدل د مرکزي حکومت پر وړاندې بغاوت دی او د مشروع نظام غوښتنې نه منل دي چې د نظام حاکمیت تر سوال لاندې وړي."

په دې وروستیو کې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور خپلو پلویانو ته په خبرو کې خپله استعفا د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله استعفا ته مشروط بللې ده.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی