کُرد وسله وال وايي، د سوریې عفرین سیمه حملو ۱۰ تنه وژلي

کُرد وسله وال وايي، د سوریې د عفرین پر سیمه د ترکیې په هوايي حملو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي چې اکثره ملکیان دي.

ترکیې پرون شنبه د هغې سیمې پر ضد عملیات پیل کړل چې د امریکا له ملاتړه برخمن کُرد جنګیالي یې په ولکه کې لري.

ترکیې دا عملیات له دې سره-سره پیل کړي چې امریکا خبرداری ورکړ چې دا کار به سیمه لا ډېره بې ثباته کړي.

د کُردانو د خلکو د ساتونکو قطعو یوه مشر بیروسک هاساکه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل:

"د یوه ماشوم په ګډون ۷ ملکیان وژل شوي دي چې په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه جنګیالي هم شامل دي چې ۲ یې ښځې او یو نارینه دی."

د ډیموکراټیک اتحاد ګوند چې د «وای. پي.جي» سیاسي څانګه ده، ویلي چې د ترکیې په هوايي بریدونو کې ۲۵ تنه ژوبل شوي هم دي.

ترک چارواکو تأیید کړه چې مرګ ژوبلې اوښتي، خو وايي چې ټول وژل شوي او ټپیان کُرد ملېشه دي.