د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کانټیننټال پر هوټل په ډله‌ییزه حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د یکشنبې ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې ۱۱ تنه د کام ایر هوايي شرکت کارکوونکي دي.

ښاغلي دانش د بهرنیانو د هویت په اړه څه ونه‌ویل.

په ورته وخت کې یوې بلې معتبرې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په حمله کې د شپږو پولیسو په ګډون څلور تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي ښايي د مرګ ژوبلې په شمېره کې زیاتوالی راشي.

  • پخواني جزئیات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د انټر کانټیننټال پر هوټل حمله کې پنځه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

تر ۱۵ ساعته وسله والې نښتې وروسته بالاخره افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د کابل د انټرکانټیننټال پر هوټل ډله ییزه حمله د شپږو حمله کوونکو په وژلو سره، پای ته ورسوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د برید تر پای ته رسېدو وروسته د ورځې ناوخته يوې خبري ناستې ته وویل، په دغه ډله يیزه حمله کې ۵ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

نوموړي وویل:

"متاسفانه شپږ پولیس چې د خاصو قطعاتو پورې اړه لري، ټپیان شوي، روغتیايي وضعیت یې کاملاً ښه دی، درې ملکیان ټپیان دي او د تلفاتو په اړه تراوسه کوم معلومات چې موږ ته رارسېدلي دي، پنځه تنه وژل شوي."

دا په داسې حال کې ده چې رسنۍ د یو شمېر سرچینو له قوله په دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې اندازه له هغې زیاته بولي چې امنیتي چارواکي یې په اړه وايي.

خو دا چې حمله کوونکي څنګه دغه هوټل ته ورننوتلي او څنګه کولای شي پنځلسه ساعته له افغان ځواکونو سره مقاومت وکړي، دا او دې ته ورته نورو ګڼو پوښتنو ته د د ښاغلي دانش ځواب خبریالانو ته د قناعت وړ نه و.

ښاغلي دانش وویل چې حمله کوونکي د شپې له تورتمه په ګټې اخیستنې سره هوټل ته ننوتي دي.

نوموړی په دغه پېښه کې تر یوه بریده استخباراتي ضعف مني، خو وايي چې له څېړونو وروسته به دا روښانه شي چې چا غفلت کړی دی.

د ښاغلي دانش په خبره، د دغه هوټل امنیتي مسؤلیت درې اوونۍ وړاندې یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ ته سپارل شوی و.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند مالي خان یعقوبي ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې د فراه د مخابراتو رئیس جمالدین پاچاخېل هم وژل شوی دی.

ښاغلي یعقوبي وویل، ټاکل شوې وه چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د مخابراتو وزارت د همغږۍ کلنی کنفرانس پیل شي او په همدې هدف د ټولو ولایتونو رئیسان دغه هوټل کې راټول شوي وو.

ها خوا بیا په اسلام اباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په دغه حمله کې په کراچۍ کې افغان جنرال قونسل عبیدالله وحید پویان هم وژل شوی دی.

وسله ‌والو طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د کابل ښار پر انټرکانټیننټال هوټل باندې د دغې ډلې پنځو غړو برید کړی او درنه مر‌ګ ‌ژوبله یې اړولې ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه برید د حقاني شبکې له خوا ترسره شوی دی.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:

"د استخباراتي موندنو پر بنسټ، دغه برید د حقاني ترورېستي شبکې له خوا چې پناه‌ ځایونه یې له افغانستان څخه بهر دي، تنظیم شوی دی".

کورنیو چارو وزارت ویلي، افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې ۱۶۰ کسان وژغوري چې۴۱ په کې بهرنیان دي.

په ورته وخت کې په سیمه کې عیني شاهدان او هغوی چې له دغه هوټله روغ وتلي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"زما نوم حاجی سهېل ایام دی، شپږ میاشتې کېږي چې په دغه هوټل کې ژوند کوم، ما درې تنه ولیدل چې له امنیتي چک پرته دهلېز ته راننوتل او له داخلېدو سره سم یې په ډزو شروع وکړه."

"زه د مخابراتو په کنفراس کې د ګډون لپاره دلته راغلی وم، موږ ډوډۍ ته ناست وو چې په دهلېز کې چېغې شوې، ډېر بد حالت و."

د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل تېر ماخوستن شااوخوا نهه بجې ډله ییزه حمله وشوه چې دغې حملې ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه هم له ځان سره لرل.

د یادونې ده چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په جون میاشت کې هم پر دغه هوټل وسله واله حمله شوې وه چې د ۱۰ ملکي کسانو په ګډون ۲۱ کسان پکې وژل شوي وو.

د امنیتي چارو کارپوه محمد فقیر فقیري وايي، که حکومت د دغې حملې د څرنګوالي په اړه ولس ته قانع کوونکی ځواب ورنه کړي، دغه مسئله د امنیتي ځواکونو اعتبار ته زیان رسولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

پخواني معلومات:

د کابل په انټرکانټیننټال هوټل درې اوونۍ وروسته له هغې وسله‎وال برید کېږي چې د دغه هوټل امنیتي مسؤلیت یو خصوصي شرکت ته سپارل شوی وو.

د کابل د ګارنیزیون قوماندان افضل امان وايي، دوی یو خصوصي امنیتي شرکت ته د انټر کانټیننټال هوټل د امنیتي مسؤلیت د سپارلو په جریان کې نه‎دي پرېښودل شوي.

اوس پوښتنه دا ده چې له یاد خصوصي امنیتي شرکت سره د دغه هوټل د امنیتي مسؤلیت تړون چا کړی دی؟

د کابل د ګارنیزیون قوماندان افضل امان

ښاغلي امان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا کار د لوړ پوړو چارواکو په کچه شوی دی، موږ په دې جریان کې نه‎وو، وروسته موږ خبر شو چې یو خصوصي شرکت دوه درې اوونۍ وړاندې د دغې سیمې امنیتي تدابیرو چارې خپلې کړې وې."

د کابل ګارنېزیون قوماندان دا مني چې په دغه هوټل د برید پر مهال په سیمه کې حکومتي امنیتي ځواکونه نه‎وو موجود.

ښاغلی امان وايي، په انټرکانټیننټال هوټل د حملې په اړه ګارنیزیون ته د کشفي بنسټونو له‎خوا وار دمخه کومه خبرتیا هم نه‎ده ورکړل شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم ازادي راډيو ته وویل چې د دغه هوټل د امنیت مسؤلیت یو خصوصي امنیتي شرکت ته سپارل شوی دی، خو ښاغلي برمک هم په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‎کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، تېره شپه شاوخوا نهه بجې څلور وسله‎وال دغه د کابل انټرکانټیننټال هوټل ته ننوتل او له افغان ځواکونو سره یې مقاومت پیل کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک

د نوموړي وزارت د ویاند د مرستیال نصرت رحیمي په خبره، په دغې حمله کې تردې دمه د یوې بهرنۍ مېرمنې په ګډون پنځه کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

وسله‎والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې حملې مسؤلیت پر ځان منلی دی، خو د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د حملې نسبت حقاني شبکې ته ورکړل شوی دی.

شپږ کاله مخکې هم په دغه هوټل د وسله‎والو طالبانو په یوه حمله کې شاوخوا ۲۰ کسان وژل شوي وو.

تر یادې حملې وروسته ظاهراً یاد هوټل تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وو.

د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې د افغانانو تر څنګ یو شمېر بهرني وګړي هم استفاده کوي.

تردغې حملې مخکې د امریکا سفارت د یو شمېر اطلاعاتي بنسټونو د راپورونو پر بنسټ په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو، ښايي وسله‎وال مخالفین په څو ورځو کې د کابل پر یو هوټل حمله وکړي.

په ورته وخت کې یوه باوري سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخېستل شي ازادي راډيو ته وویل، وسله‎وال کسان تېره شپه د دغه هوټل د پخلنځي له لارې هوټل ته ننوتي دي.

د سرچینې په باور هوټل ته په ننوتونکي دروازو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، خو هغه لاره چې وسله‎وال پرې ننوتي په جدي ډول د امنیتي پوښښ لاندې نه‎وه نیول شوې.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون منشي شکېبا هاشمي وايي، د کابل ګارنېزون له خبرولو پرته د دغه مهم هوټل چارې یو خصوصي شرکت ته سپارل د امنیتي بنسټونو تر منځ ژوره ناهمغږي ښيي.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې خصوصي شرکت ته د انټرکانټیننټال هوټل د امنیت ساتلو د چارو سپارل غیر قانوني کار وباله.

اغلې هاشمي زیاته کړه:

"دا موضوع ډېره د اندېښنې وړ ده، موږ هم د کورني امنیت د کمېسیون د غړي په حیث له دغې موضوع نه‎وو خبر، موږ په دې باور وو چې که خصوصي شرکتونه لغوه اعلان شوي ممکن هېڅوک حاضر نه‎شي چې د قانون خلاف بیا هم اقدام وکړي، خو هغه چا چې د کانټیننټال هوټل مسؤلیت يې په قراراد اخېستی قانون یې مات کړی دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه چې وسله‎وال څنګه دغه هوټل ته ننوتي څېړنې روانې دي.

د ده په خبره، که ثابته شي چې د دغه هوټل د امنیت ساتلو په برخه کې بې پروايي شوې، له مسؤلو کسانو سره به یې قانوني چلند وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

  • پخواني معلومات

د پېښې له سیمې د ازادي راډيو خبریال وايي چې د هوټل دننه یو وار بیا د سپکو وسلو د ډزو غږونه پیل شوي او ګومان کېږي چې لا هم حمله کوونکي له منځه نه دي تللي.

د ازادي راډيو خبریال دا هم وویل چې څو شېبې وړاندې د هوټل دننه د دوه درنو چاودونو غږونه هم واورېدل شول.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند مالي خان یعقوبي ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې د فراه د مخابراتو رئیس جمالدین پاچا خېل هم وژل شوی دی.

ښاغلي یعقوبي وویل چې ټاکل شوې وه چې نن یکشنبه د افغانستان د مخابراتو وزارت د همغږۍ کلنی کنفرانس پیل شي او په همدې هدف د ټولو ولایتونو رئیسان په دې هوټل کې راجمع شوي وو.

نوموړي وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې د ټولو ولایتونو رئیسان له پېښې روغ رمټ وتلي دي.

خو یوې امنیتي سرچینې ویلي چې په دې حمله کې د نورستان، لوګر او بدخشان د مخابراتو رئیسان ټپيان شوي دي.

  • پخواني معلومات

د ټولو وسله والو حمله کوونکو له وژل کېدو وروسته د کابل په کانټیننټال هوټل کې د تېرې شپې حمله نن سهار پای ته ورسېده.

د پېښې له سیمې د ازادي راډیو خبریال تمیم اخګر وايي چې له هوټل څخه ټول کسان چې په حمله کې ګېر پاتې شوي وو، وتلي او د پېښې په شاوخوا سیمه کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست او دغه راز د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي رادیو ته وویل چې په دې پېښه کې د ۳ پولیسو په ګډون ۶ تنه ژوبل شوي دي.

لا هم د ټپیانو دقیق شمېر څرګند نه دی.

تر اوسه د افغانستان د دولت کومې وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت منلی نه دی.

  • پخواني معلومات

افغان امنیتي ځواکونه لا هم هڅه کوي چې د کابل په کانټیننټال هوټل کې د تېرې شپې حمله کوونکي له منځه یوسي.

د پېښې له سیمې د ازادي راډیو خبریال تمیم اخګر وايي چې په هوټل کې یو تن حمله کوونکی لا ژوندی دی چې یو شمېر کسان یې له ځان سره یرغمل کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال وايي، امنیتي ځواکونو په هوټل کې موجودو کسانو ته د زیان نه اوښتو په خاطر عملیات درولي او اوس ډزې نه اورېدل کېږي.

  • پخواني معلومات

افغان امنيتي چارواکي وايي، ځينو وسله والو کسانو تېره شپه په کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل حمله وکړه.

وسله والو کسانو وروسته له هغو افغان امنيتي ځواکونو سره هم ډزې تبادله کړې چې تر حملې وروسته يې ځانونه د پېښې ځاى ته ورسول.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش تېره شپه تر حملې وروسته ازادي راډيو ته وويل چې د دوى د پلټنې او تصفيې هڅې پيل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش

يوې امنيتي سرچينې ويلي چې وسله‎وال کسان د هوټل پخلنځي "اشپزخانې" ته ننوتلي وو.

رويټرز اژانس د هوټل له مدير احمد حارث ناياب سره خبرې کړي چې توانېدلى په ټپي حالت تر پېښې وروسته له هغه ځايه ووځي، هغه ويلي، حمله کوونکي چې هوټل ته داخل شول، هر چا هڅه کوله وتښتي ځکه له هرې خوا د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

که څه هم پوره معلومات نه‎شته چې حمله کوونکي څنګه توانېدلي هوټل ته ننوځي، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک د ټیليفون له لارې ازادي راډيو ته وويل، د دغه هوټل امنيتي مسؤليت دوه اوونۍ مخکې يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ ته سپارل شوى و.

د ملي امنيت ادارې يوه چارواکي چې نوم يې نه‎دى اخېستل شوى، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، حمله کوونکي ٤ تنه وو چې د هوټل پر مېلمنو يې هم ډزې کولې.

د پېښې ځاى ته نېږدې يوه عيني شاهد، عبدالغفار رويټرز اژانس ته وويل:

"په پيل کې د څو ډزو غږونه واورېدل شول، ١٥ دقيقې وروسته د انټرکانټیننټال کارکوونکي راغلل او ويې ويل چې هوټل ته ځانمرګي بريدکوونکي داخل شوي دي."

د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د ٢٠١١میلادي کال په جون مياشت کې هم حمله شوې وه، ٢١ تنه يې په نتيجه کې وژل شوي وو چې لږ تر لږه ١٠ تنه يې ملکيان وو.

دا په داسې حال کې ده، افغان حکومت چې لوېديځ يې ملاتړ کوي، د وسله‎والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې د افراطي وسله‎والو په وړاندې هم مبارزه کوي.

داعش ډلې په وروستيو کې په افغانستان کې د ځينو خونړيو حملو مسؤليت منلى دى.

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د واشنګټن نوې پاليسي په اګست مياشت کې اعلان کړه.

د دې پاليسۍ له مخې واشنګټن افغانستان ته د ٣٠٠٠ اضافي سرتېرو د استولو پرېکړه شوې چې افغان امنيتي ځواکونه وروزي، سلا-مشوره ورکړي او همکاري يې وکړي.

دغه امريکايي پوځيان به د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په عملياتو کې هم برخه اخلي.

دا مهال په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ١٤٠٠٠ ته رسېږي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک پر ټلیفون ازادي راډیو ته وویل چې پر انټر کانټیننټال هوټل حمله کې یو حمله کوونکی وژل شوی او افغان ځواکونه هڅه کوي چې پاتي دوه نور حمله کوونکي هم پیدا او له منځه یې یوسي.

ښاغلي برمک زیاته کړه چې افغان ځواکونو له لومړي منزل څخه ۱۶تنه ژغورلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ددغه هوتل امنیتي مسؤلیت دوې اوونۍ وړاندې یوه خصوصي امنیتي شرکت ته سپارل شوی و.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د انټرکانټیننټال هوټل درې منزله له وسله والو تصفیه شوي او دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له دغه درېیو منزلونو څخه پنځه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلي رحیمي وویل چې کېدای شي دوه نور وسله وال هم پاتي وي چې افغان ځواکونه یې د لمنځه وړلو هڅه کوي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د انټرکانټیننټال هوټل د تصفیې عملیات روان دي او افغان ځانګړو ځواکونو تر دا مهاله درې منزله تصفیه کړي او یو حمله کوونکی هم وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه افغان سرتېري هڅه کوي چې څلورم او پنځم منزل هم له وسله الو څخه پاک کړي.

دانش وویل، کېداشي درې نور وسله وال هم پاتې وي.

پر همدې مهال یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې حمله کوونکي د اشپزخانې له لارې هوټل ته داخل شوي دي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن شپه ۹بجې او ۴۰ دقیقې وسله والو کسانو په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل حمله کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي.

نوموړي د وسله والو حمله کوونکو د شمېر او اوښتي زیان په اړه څه ونه ویل.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډيو ته ویلي وو چې د حمله کوونکو شمېر ۴ تنه دی او د انټر کانټیننټال څلورم پوړ ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ځای ته افغان ځانګړي ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به وسله وال له منځه یوسي.

تر دامهاله د دغه حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی

  • پخواني معلومات

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي ځينو وسلوالو کسانو په کابل کې پر انټرکانټنينټل هوټل ډله ييزه حمله کړې ده.

نجيب دانش CNN ټلويزيون ته ويلي، د افغانستان ځانګړي ځواکونه تر دې حملې وروسته د پېښې ځاى ته رسېدلي دي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې يوه چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، څلور وسلوال هوټل ته داخل شوي او پر مېلمنو يې هم ډزې کړې دي.

د هوټل ځينو مېلمنو خبري اژانسونو ته ويلي، چې د ډزو غږونه يې اورېدلي دي.

د کابل پر انټرکانټنينټل هوټل د ٢٠١١م کال په جون مياشت کې هم حمله شوې وه، چې ٢١ کسان يې وژلي وو، په هغوى کې ١٠ تنه ملکيان هم شامل وو.