ترکیه وايي له سوریې څخه یې پر خپلې خاورې د برید ځواب ویلی

د ترکیې پوځ وایي، د سوریې په شمال لوېدیځ کې د کردانو تر کنټرول لاندې سیمې څخه یې د ترکیې پر خاوره د برید ځواب ویلی دی.

د ترکیې پوځ نن په یوې اعلامې کې ویلي چې د هغو دوو ورځنیو ځورونو ځواب یې د سوریې په افرین سیمي کې د کډوالو پر یوه کمپ پر برید ورکړی دی.

ویل کېږې دا کمپ د کرد ملېشو وای پې جي لخوا کنټرولېږي.

په اعلامیې کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ترکیه «واي پي جي» یو تروریستي سازمان ګڼي.

د ترکیې دفاع وزیر تېره ورځ ویلي وو چې هېواد یې د سوریې په آفرین سیمه کې د امریکا په ملاتړ کردي جنګیالیو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره اوونۍ ویلي وو چې د سوریې په افرین کې کردې ملېشې به چې دی یې د ترکیې د امنیت لپاره ګواښ بولي، وځپل شي.