د تحصیلي ډیپلومونو دوېش ځنډېدو په غبرګون کې یو شمېر فارغینو مظاهره وکړه

د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ځنیو فارغینو د تحصیلي ډیپلومونو په وېشلو کې د رامنځته شوي ځنډ په غبرګون کې مظاهره وکړه.

دغه فارغین وايي، دوی د تحصیلي ډيپلومونو د نه ترلاسه کولو له امله مهمې کاري زمینې له لاسه ورکړي دي.

مظاهره کوونکي چې د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۳۰» د لوړو زده کړو وزارت مخي ته راټول شوي وو رسنیو ته وویل چې د یوه ډيپلوم ترلاسه کول له درېیو نه تر څلورو میاشتو پورې وخت نیسي.

د مظاهرې دوو اتنو ګډونوالو سمع الله او بلال ازادي راډيو ته وویل:

"شا اوخوا۲۰زره کسان له شخصي پوهنتونونو فارغ شوي دي، خو تراوسه یې خپل ډیپلومونه نه دي ترلاسه کړي، له لوړو زده کړو وزارت نه زموږ هیله دا ده چې ژر تر ژره دغه پروسه پیل کړي."

"موږ له ډېرو کلونو محصلین او فارغین لرو چې ډیپلومونه یې نه دي اخیستي او دا ستونزه په ځانګړي ډول په خصوصي پوهنتونونو کې ډېره ده، همدا ده چې هر چېرته د دندې لپاره ځو د ډیپلوم نه لرلو له وجې نشو کولی چې رقابتي برخې او یا دندې کې شامل شو."

دوی وايي، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د اکثرو محصلینو مونوګرافونه بشپړ شوي او دوی د خپلو ډیپلومونو په تمه دي.

د دوی په وینا، هرې ادارې ته چې د کار پیدا کولو په هدف ورځي د فراغت سند ترې غوښتل کېږي او له همدې امله مهمې کارې زمینې له لاسه ورکوي.

افغان محصلین

دغه مظاهره او انتقادونه داسې مهال کېږي چې دا وخت په کابل ښار کې په لسګونو خصوصي موسسات او پوهنتونونه فعالیت کوي.

تردې د مخه، هم د یوشمېر پوهنتونونو فارغینو شکایت کړی و چې دوی ته تحصیلي ډيپلومونه پر خپل وخت نه ورکول کېږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي ډیپلومونو د وېش په برخه کې رامنځته شوی ځنډ مني خو وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې له نوې ټکنالوژۍ نه په ګټې اخیستني سره دغه بهر چټک کړي.

د دغه وزارت ویاندې عارفې پیکار ازادي راډيو ته وویل:

"په خصوصي موسساتو کې د ډیپلومونو د وېشلو لپاره په دې وروستیو کې جدي ګامونه اخیستل شوي او ټولو خصوصي موسساتو ته د ډیپلومونو د وېشلو کړنلاره وېشل شوې ده او ډیپلوم وېشل هم پیل شوي، موږ هڅه کوو چې په دولتي پوهنتونو کې هم د نوي ټکنالوژۍ نه په ګټې اخیستني دغه بهیر چټک کړو ترڅو وکولی شو اوږد مهاله ادارې پروسې په لنډ مهالو پروسو بدلې کړو."

مېرمن پیکار وايي، د دولتي پوهنتونونو فارغینو ته د ډیپلمونو د وېش بهر روښانه دی او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.

خو دی وايي، د خصوصي پوهنتونو لپاره هم د ډیپلومونو د وېش پلان په ټولو خصوصي پوهنتونونو وېشل شوی چې له مخې به یې هغو ځوانانو چې له خپلو مونو ګرامونو یې دفاع کړې ډيپلومونه و وېشل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ