ترکیه وايي، د سوريې په عفرين سيمه کې پوځي عمليات پيل کړل

د ترکيې دفاع وزير وايي، هېواد يې د کرد د هغو جنګياليو په وړاندې چې امريکا يې ملاتړ کوي، د سوريې په عفرين سيمه کې پوځي عمليات پيل کړل.

نورالدين جانيکلي وويل، دغه پوځي عمليات د ترکي پوځيانو له خوا د ترکيې په خاوره کې دننه د توپونو په انداختونو سره پيل شول.

د جانيکلي په خبره انقرې د ترکيې سرحد ته نږدې د سوريې په شمال کې د تروريستي عناصرو له تصفيې پرته بله چاره نه درلوده.

د ترکيې دفاع وزير زياته کړه، انقره او مسکو به د دغو پوځي عملياتو په اړه په خپلو کې خبرو ته ادامه ورکړي.

د کرُدانو د ولسي خونديتوب د قطعو يا (YPG) يوه وياند تائيد کړه چې د ترکيې ځواکونو له تېرې نيمې شپې د سوريې پر عفرين سيمې د توپونو سختې ډزې پيل کړي دي.

ترکيه د کردانو دغه ځواک ته د تروريستي سازمان په سترګه ګوري.