روسیه: امریکا دې د محرمو ډپیلوماټیکو معلوماتو رسوا کول ودروي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې د امریکا متحده ایالات دې د محرمو ډپیلوماټیکو معلوماتو رسوا کول ودروي.

په دې اوونۍ کې یوې رسنۍ هغه جزئیات خپاره کړل چې وايي د روسیې د سفارت «مشکوکې» بانکي لېږدونې دي.

کرمېلېن د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې دا غوښتنه وکړه چې د بُز فیډ( Buzzfeed) انلاین رسنۍ په یو راپور کې وویل، هغه امریکايي چارواکي چې د دې هېواد د ولسمشرۍ د ۲۰۱۶ مېلادي کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه څېړنې کوي، په واشنګټن کې د روسیې د سفارت هغه بانکي انتقالات هم څېړي چې د ۲۰۱۶ مېلادي کال د نومبر د میاشتې له انتخاباتو مخکې او وروسته ترسره شوي دي.

دې انلاین رسنۍ ویلي، امریکايي بانکونو د روسیې د سفارت د پیسو ځینې انتقالات په نښه کړي او د امریکا د بانکي اصولو سره سم یې اړوند چارواکو ته راپور کړي، ځکه چې د راپور په وینا دا انتقالات ستر او مشکوک وو.

د پيسو دا په نښه شوي انتقالات په مستقیمه یا غیرې مستقیمه توګه په واشنګټن کې د روسیې په پخواني سفیر سرګي کسلایک پورې اړوند دي چې تر تېر کال پورې په واشنګټن کې سفیر و او تر انتخاباتو مخکې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوړ پوړو همکارانو سره ډېر تماسونه لرل.