شمس: یو شمېر ادارو له افغان کډوالو سره د مرستې ژمنه کړې

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس.

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارواکي وايي چې یو شمېر مرستندویو هېوادونو له افغان کډوالو سره د مرستو ژمنې کړي.

په پاکستان کې د افغانستان مرستیال سفیر وايي، په اسلام آباد کې د جرمني سفارت په بلنه په پرونۍ غونډه کې د مرستندویو هېوادونو او د نړیوالو موسسو استازو د افغان کډوالو پر ستونزو اندیښنه وښوده خو ژمنه یې وکړه چې له هغو سره به خپل هېواد ته د ستنېدو په ګډون په ټولو برخو کې مرسته وکړي.

په اسلام آباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس په دې اړه آزادي راډیو ته معلومات ورکړل:

"د ټولو هېوادونو استازو چې حاضر وو، اندېښنه څرګنده کړه خو ویې ویل چې همکاري به وکړي او چې هره پرېکړه کېږي، دوی به له افغانستان او افغان کډوالو سره همکاري وکړي."

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د روانې جنوري میاشتې تر پایه مهلت ورکړی چې خپل هېواد ته ستانه شي خو کډوال دا وخت کم بولي او د نور مهلت غوښتنه کوي.