ترکیه د سوریې په عفرین او منبج کې د هوايي بریدونو لپاره چمتوالی نیسي

ترکيې نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸»​ اعلان وکړ چې د سوريې په هغو دوو سیمو کې پوځي عملیات پلانوي چې د کُرد وسله‎والو په واک کې دي.

د ترکيې دولتي رسنیو نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» وویل، د دې هېواد پوځ ته امر شوی دی چې د سوريې په عفرین او منبج​ سیمو کې چې د کُرد وسله‎والو تر کنټرول لاندې دي، د هوايي بریدونو لپاره چمتوالی ونیسي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې په ټانکونو سمبال د ترکيې ځمکني ځواکونه د سوريې له لویدیځ څخه د کېدونکي ګواښ د مخنیوي لپاره د سوريې پر پوله ځای پر ځای کېږي.

دغه راز د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ترکيې د ملي امنیت شورا په‎خپله پرونی غونډه کې پریکړه وکړه چې د سوريې له پولي څخه د پورته کېدونکي ګواښ پر وړاندې سمدستي او پرېکنده ګام پورته کړي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان

ترکيې وروسته له هغې په سوریه کې د کُرد وسله‎والو پر ضد د پوځي عملیاتو خبره وکړه چې امریکا په سوریه کې د کُردانو د ډموکراټیک اتحاد د وسله‎والو په مشرۍ د ۳۰ زره کسیزه ځواک د جوړولو پلان په ډاګه کړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وویل، ده خپل ترکي سیال ته ویلي چې په سوریه کې د ۳۰ زره کسیزه ځواک د جوړولو په اړه د امریکا پلان ناسم تعبیر شوی دی.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸»وویل، د ټېلرسن سپیناوی ورته په مکمل ډول قناعت نه‎دی ورکړی او ترکیه له امریکا غواړي چې له ترورېستي ډلو سره د همکارۍ د ختمولو لپاره جدي اقدام وکړي.

نوموړي وویل چې په سوریه کې له کُرد وسله‎والو څخه د امریکا د ملاتړ په اړه د انقرې بې باورې دوام لري.

چاووش‌اوغلو زیاته کړه چې روسیه باید د سوريي په عفرین او منبج سیمو کې د ترکيې د عملیاتو مخالفت ونه‎کړي او هېواد به يې په دې سیمو کې د هوايي عملیاتو پلان له ایران او روسيې سره همغږي کړي.

ترکیه د سوريې د کُردانو ډموکراټیک اتحاد یو ترورېستي سازمان ګڼي.