ترکیه غواړي د سوریې په عفرین او منبج کې پوځي اقدام وکړي

ترکیه وايي، په پام کې لري چې د سوریې د کُردانو تر کنټرول لاندې په عفرین او منبج​ سیمو کې پوځي اقدام وکړي.

ترکیه وايي، دا کار د کُرد جنګیالیو چې امریکا یې ملاتړ کوي، د ګواښ په ځواب کې کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸»وویل، د ترکیې د جنوبي پولي په اوږدو کې د سوریې د کُرد ځواکونو د ملاتړ په خاطر یې پر امریکا بې باوري دوام لري.

اوغلو همدا راز وویل چې روسیه باید د سوریې په عفرین سیمه کې د عملیاتو مخالفت ونه‎کړي او انقره به په دې سیمه کې هوايي عملیات له تهران او مسکو سره همږغي کړي.

چاوش اوغلو دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وویل چې ده د ترکیې له باندنیو چارو وزیر سره په کتنه کې د سوریې د کُرد جنګیالیو د ملاتړ د مسئلې سپیناوی وکړ.