تمه ده نن په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه خبرې وشي

تمه ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې چې نن په نیویارک کې پیلېږي د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه خبرې وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال نصیر احمد اندیشه وایي، په دې غونډه کې به تر ډېره د سولې په بهیر کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر ونډې خبرې وشي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل ویلې دي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني ګډون وکړي.

وروسته تر دې چې روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی کابل ته ولاړ د دې غونډې د تیاریو خبرونه خپاره شول.