په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره نن پنجشنبه مهمه ورځ ده.
د نن ورځې تر پایه ښایي په پاکستان کې د یو میلیون او څلور لکه راجسټر شویو او شااوخوا اووه لکه نورو افغانانو د اوسېدو په اړه پرېکړه وروستۍ شي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي چې د نن پنجشنبې ورځې د غونډو له نتیجو به معلومه شي چې افغان مهاجر په پاکستان کې له پخوانۍ ژمنې سره سم یو کال نور هم پاتېدای شي که نه؟
په اسلاماباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس ازادي راډيو ته وویل:
"نن ټاکل شوې ده چې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د سفران له وزیر قادر بلوچ سره چې دغه وزارت د مهاجرو د چارو سرپرستي کوي وګوري او دا کوم ضربالاجل چې د جنورۍ تر پایه د پاکستان حکومت ټاکلی، په دې اړه د ښاغلي بلوچ نظر واخلي."
زردشت شمس زیاته کړه چې پهکار ده افغان کډوال په تدریجي ډول د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په مرسته، افغانستان ته ستانه شي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم پرون په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې تر هغو افغانستان بشپړ نهدی چې مهاجر یې خپل کور ته نهوي راغلي.
ولسمشر غني.
ښاغلي غني وویل:
"په دې واضح پوه شئ چې ستاسو د لومړي خدمتګار په توګه فکر کوم چې یو لاس او یوه پښه مې نهشته او دا د مهاجرو مسئله ده ترڅو چې دا هېواد څلور میلیونه مهاجر په بهر کې لري، موږ تکمیل نهیوو."
په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده د ډسمبر په لومړۍ نېټه پای ته ورسېده، تر هغه وروسته د دې کډوالو اسناد د یوې میاشتې په مخه تمدید شول بیا د پاکستان کابینې د جنورۍ په پنځمه پرېکړه وکړه چې افغان کډوال باید له دغه هېواده د جنورۍ میاشتې تر وروستیو ووځي.
د پاکستان د کابینې تر دې اعلان وروسته د افغانستان سفارت په اسلاماباد کې د لوېدیځو هېوادونو له یو شمېر ډیپلوماتانو سره پر دې ستونزې خبرې وکړې.
تمه ده چې نن هم په اسلاماباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د لوېدیځو هېوادونو له سفیرانو سره وغږېږي.
زردشت سمش
په اسلاماباد کې د افغان سفارت مرستیال زردشت شمس وایي:
"نن تر غرمې وروسته، په اسلاماباد کې مېشت اروپایي او غربي سفارتونه او نور مرستندویه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره د هغوی مرستې له افغان کډوالو سره تنظیموي او دوی یو سازمان په دې اړه جوړ کړی، له هغوی سره به هم سلا مشوره وکړو."
سربېره پر دې چې د دې غونډو نتیجه معلومه نهده، خو په کابل کې تېره اوونۍ د افغانستان د کډالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه د کډوالو د احتمالي ایستلو لپاره د تیاریانو پر لارو چارو له بهرنیو مؤسسو سره یوه غونډه لرله.
د افغانستان سفیر هم پرون په پېښور کې د افغان کډوالو له استازو سره افغانستان ته د مهاجرینو د بېرته ستنېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.