امریکا فلسطین ته ۶۵ میليونه ډالره د راتلونکي غور لپاره ځنډوي

د امریکا متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو یوې مرستندویه ادارې د فلسطینیانو لپاره د ۱۲۵ میليونه ډالرو مرستې تر نیمايي زیاته برخه ځنډولې ده.

امریکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، واشنګټن به د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې ته ۶۰ میليونه ډالر برابر کړي او ۶۵ میليونه ډالر به د راتلونکي غور لپاره وځنډوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر ناویرټ په دې اړه وویل، موږ غواړو چې ځیني اصلاحات رامنځته شي او زیاته کړې یې ده، دا بدلونونه د ملګرو ملتونو د دې ادارې په فعالیت او تمویل دواړو کې په‌کار دي.

د امریکا متحده ایالات د د ملګرو ملتونو د دې ادارې د بودجې د په ۱۰۰ کې ۳۰ برخې په برابرولو لوی بسپنه ورکوونکی هېواد دی.

امریکايي چارواکي د ملګرو ملتونو ادارې ته دا مرسته وروسته له هغې ځنډوي چې دوه اوونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یو ټویټ کې ویلي وو:

"متحده ایالات هر کال فلسطینیانو ته سلګونه میلونه ډالر ورکوي، خو په بدل کې یې هېڅ قدردانی او درناوی نه تر لاسه کوي."