د امریکا مرستیال ولسمشر له افغان ولسمشر سره ټيلیفوني خبرې کړي

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس پرون سې شنبه له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټیليفوني خبرو کې په بلخ ولایت کې د سیاسي مشرتابه پر انتقال خبرې کړي.

دا خبره سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې کړې او زیاته کړې یې ده:

"مرستیال ولسمشر مایک پنس د افغان حکومت سره په ملاتړ ټینګار کړی، څو د بلخ د والي عطا سره کار وکړي چې دغلته د خبرو اترو له لارې په سوله‌ییزه توګه د مشرتابه انتقال ترسره شي."

سپینې ماڼۍ په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا ټیليفوني خبرې اترې د هغو خبرو اترو دوام و چې تېره میاشت د امریکا مرستیال ولسمشر په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره درلودې.

سپینه ماڼۍ زیاتوي چې د امریکا مرستیال ولسمشر په دې ټیليفوني خبرو کې د ضروري اصلاحاتو، سیاسي مشارکت او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د چمتووالي په څېر په مهمو پرمختګونو کې د کابل د دوامداره هڅو یادونه وکړه.

همدارنګه دواړو مشرانو په افغانستان کې په امنیتي وضعیت او د جنوبي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ د پالېسۍ د اغېز په اړه هم بحث کړی.

دا د ولسمشر اشرف غني او د بلخ د لیرې کړای شوي والي عطا محمد نور ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ راوروسته لومړی ځل دی چې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی په دې مسئله کې له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

خپله ارګ تر اوسه د دې ټیليفوني خبرو په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.