فریډم هاوس: افغان حکومت په روان کال کې د انتخاباتو په ترسره کېدو یقیني نه‌دي

په امریکا کې مېشت د "ازادي کور" یا فريډم هاوس په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د چمتووالي له اعلانه سره باوري نه‌دي چې روان کال دغه انتخابات ترسره شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات باید تر راتلونکو شپږو میاشتو ترسره شي، خو په امریکا کې مېشت د ازادي کور یا فريډم هاوس په تازه راپور کې ویلي، د افغان دولت له اعلان سره سره دوی تر اوسه د انتخاباتو په ترسره کېدو یقیني نه‌دي.

د دغه بنسټ په راپور کې همدا شان راغلي، د حکومت د سیاسي مخالفينو تمه دا ده چې دغه انتخابات په خپل وخت ترسره شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دوی له تخنیکي پلوه په ټاکلي وخت د انتخاباتو ترسره کېدو ته بشپړ چمتووالی لري.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد

د دغه کمېسیون غړي او ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چې د قانون مطابق د انتخاباتو رهبري په غاړه لري، د انتخاباتو نېټه‌یې اعلان کړې، موږ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره کوو."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات باید دوه کاله وړاندې شوي وی، خو ظاهراً په انتخاباتي سیستم کې د اصلاحاتو د بهیر له امله په مشخصه نېټه انتخابات ترسره نه‌شول.

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکي لمریز کال د سرطان ۱۶مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه ټاکلې ده.

د افغانستان یو شمېر مدني بنسټونه په ټاکلې نېټه د انتخاباتو په ترسره کېدو باوري نه‌دي.

جانداد سپين غر

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو د شبکې یا اکسین رئیس جانداد سپين غر د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه، موږ هېڅ پرمختګ نه‌وینو، په تخنیکي برخه کې هېڅ پرمختګونه نه‌دي شوي، د ثبت نام پروسه تر اوسه نه‌ده پیل شوې، د سیاسي اجماع په برخه کې چې له حکومته بهر سیاستوالو او حکومت ترمنځ باید مشورې پیل شي، د انتخاباتو په اړه یو توافقي نظر رامنځته شي، تر اوسه په دې برخه کې پرمختګونه نه تر سترګو کېږي."

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند وايي، د ملګرو ملتونو سازمان ژمنه کړې چې د نوم لیکنې د پروسې ۹۰ فیصده بودجه به ورکوي.

د نوموړي په وینا، دوی د امنیت په برخه کې له امنیتي بنسټونو سره تفاهم‌لیک لاسلیک کړی او همدا شان دغه سازمان د انتخاباتو د تخنیکي برخې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

راپور: رحمت‌الله افغان