ترکیه وايي ښايي په سوریه کې د امریکا پر متحدو وسله‌والو حمله وکړي

ترکیې خبرداری ورکړی دی چې په سوریه کې د کردانو په مشرۍ د امریکا پر متحدو وسله‌والو ښايي برید وکړي.

روسیې، سوریې او ترکیې پر امریکا انتقاد کړی چې د سوریې په شمال کې یې د کردانو په مشرۍ د ملېشو د ۳۰ زره کسیز سرحدي ځواک په جوړولو کې مرسته کړې ده.

ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل متحده ایالات اوس اعتراف کوي چې زموږ د هېواد په اوږدو کې یو ترورېستي ځواک جوړوي.

اردوغان زیاته کړه، اوس زموږ مسؤلیت دی چې دا ترورېستي ځواک له جوړېدو مخکې ویجاړ کړو.

اردوغان وویل د سوریې د شمال په افرین سیمه کې د کردانو په مشرۍ پر ځواکونو د حملې لپاره تیارۍ بشپړې شوي.

هغه زیاته کړه په دې سیمه کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره سره ښايي دا عملیات هره شېبه پیل شي.

دمشق د دې سرحدي ځواک جوړېدل د خپل ملي حاکمیت پر ضد ښکاره برید او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف ویلي چې هدف‌یې دا دی چې په راتلونکو څو کلونو کې شااوخوا ۳۰ زره کسیز سرحدي امنیتي ځواک جوړ کړي.

په پام کې ده دغه ځواک د هغو سیمو په پولو کې ځای پر ځای شي چې د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو تر ولکې لاندې دي.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف وایي، شااوخوا ۲۳۰ تنه اوس‌مهال په لومړنیو روزنو بوخت دي.