اردوغان: امریکا د ترکیې په سرحداتو کې یو ترورېستي ځواک جوړوي

روسیې او ترکیې پر امریکا انتقاد کړی چې په سوریه کې یې د کُردانو په مشرۍ ملېشو د ۳۰ زره کسیز سرحدي امنیتي ځواک په جوړولو کې مرسته کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل:

"د امریکا متحده ایالات د ترکیې په سرحداتو کې یو ترورېستي ځواک جوړوي."

اردوغان زیاته کړه، اوس د دوی مسؤلیت دی چې دغه ځواک تر رامنځته کېدو دمخه له‌منځه یوړل شي.

د سوریې حکومت د دې سرحدي ځواک جوړېدل د دوی پر ملي حاکمیت ښکاره برید او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

روسیې هم چې د سوریې د ولسمشر کلک ملاتړ کوي، خبرداری ورکړی چې دا کار به د ترکیې او عراق پولو ته نږدې د یوې لویې برخې خاورې د بېلېدو سبب شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې دا یوه جدي موضوع ده چې د سوریې د وېشلو پر لور د اقدام په اړه اندېښنې راپورته کوي.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف ویلي چې هدف‌یې دا دی چې په راتلونکو څو کلونو کې شااوخوا ۳۰ زره کسیز سرحدي امنیتي ځواک جوړ کړي.

په پام کې ده دغه ځواک د هغو سیمو په پولو کې ځای پر ځای شي چې د سوریې د ډموکراتیک ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف وایي، شااوخوا ۲۳۰ تنه اوس‌مهال په لومړنیو روزنو بوخت دي.