افغانستان ته د "م. م" د امنیت شورا د پلاوي پر سفر د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې هم افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي د سفر په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

په دغو مطالبو کې چې په دولتي او هم خپلواکو ورځپانو کې چاپ شوي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نه غوښتل شوي چې پر پاکستان له ترهګرو نه د نه‌ملاتړ په هدف فشارونه زیات کړي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي ترمنځ په لیدنو کتنو کې پر سیمه‎ییزو همکاریو او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګولو په هدف پر پاکستان د فشار په زیاتولو ټینګار شوی دی.

خو ورځپاڼې د سیاسي چارو د یو شمېر افغان کارپوهانو په حواله لیکلي چې دا ډول سفرونه ډېر هیله‎مند نه‎دي ځکه په وار وار ژمنې شوي، خو عملي شوي نه‎دي.

ویسا لیکلي:

کابل ته د امنیت شورا د پلاوي دغه سفر داسې مهال ترسره شو چې د ترهګرۍ ضد جګړې په برخه کې پر پاکستان د امریکا فشار هم ډېر شوی دی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي دي چې د افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي په ملاقاتونو کې د افغانستان د ثبات په خاطر پر پاکستان د فشارونو په اړه خبرې شوي او ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د ترهګرۍ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ته پوره اسناد سپارلي دي.

په سرمقاله کې راغلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د افغانستان دا غوښتنې ومني.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې کابل ته د دغه پلاوي راتګ افغانان سخت هیله‎مند کړي او په دې ډاډمن شوي چې د سیمې لپاره د پاکستان ناسمه پالېسي دوام نه‌مومي بلکې ټوله نړۍ د افغانستان د برحقې داعیې ملاتړ کوي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلي، پر پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو په دوام افغانستان بیا پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

ورځپاڼه لیکي:

افغان حکومت د ملګرو ملتونو ۱۵ کسیز پلاوي ته چې کابل ته راغلي وو د پاکستان په اړه ویلي چې هغه هېواد په سیمې او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د پاکستان د کړنو په اړه افغانانو له څه باندې یوې نیمې لسیزې راپه دېخوا غږ پورته کړی او په هر کورني او نړیوال سټېج‌یې د نوموړي هېواد له ترهګریزو کړنو پرده پورته کړې، خو د سرمقاله لیکونکي په باور د افغانستان پر صداقت شکونه ښودل شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، خو دا چې د ملګرو ملتونو پلاوی کابل ته راځي، د افغانستان حالات ارزوي او د پاکستان په اړه د افغانستان شکایتونه اوري او په دې اړه کره اسناد اخلي دا په خپل ذات کې مثبت بدلون دی.

سرمقاله لیکونکي هیله ښودلې چې ملګري ملتونه دا ځل د افغانستان د حق غږ واوري او د پاکستان په غیر انساني کړنو نور چوپ پاتې نه‎شي.