عبدالله د افغانستان له بشري وضعیت سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام غوښتنه کوي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس په هېواد کې بشري وضعیت ته پاملرنه مهمه ګڼي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس خبرداری ورکوي، که افغانستان ته بشري مرستې کمې شي، منفې اغېز به ولري.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» په کابل کې د بشردوستانه خیریه مرستو په رابلل شوې غونډه کې خبرې کولې، ویې‌ویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي عبدالله په افغانستان کې له اړو خلکو سره د دولتي او غیر حکومتي ادارو له لوري د مرستو په دوام او په یاده برخه کې د حکومتي ادارو په همغږۍ ټينګار وکړ.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"هغه مرستې چې تېر کال شوي او د ۲۰۲۱ میلادي کال په اوږدو کې کوم بدیل چې لرو، هر یو د انسان ژوند او زموږ د هېواد په راتلونکې پورې اړه لري او هېواد ته برخلیک ټاکونکې دي. زموږ غوښتنه له نړیوالې ټولنې دا ده چې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي."

عبدالله عبدالله وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره په ناسته کې یې د بشري مسایلو او بشري مرستو په اړه خبرې کړي او دې مسئلې ته‌یې د هغوی پام اړولی دی.

افغان حکومت د ملګرو ملتونو ادارو سره په ګډې همکارۍ د ۲۰۱۸ نه تر۲۰۲۱ میلادي کاله پورې د دغه هېواد د خلکو اړتیاوو ته په پام سره د بشردوستانه مرستو څلور کلن پلان جوړ کړی دی.

د دغه پلان له مخې افغان حکومت په لومړي کال کې د ۲،۸ میلیونه اړو خلکو سره د مرستې په خاطر د ۴۳۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې.

د حکومت اجرائیه رئیس ټینګار کوي چې دغه پیسې به د سرپناه جوړولو، روغتیایي خدمتونو او هغو کسانو ته د خوراکي موادو د برابرولو په برخه کې ولګول شي چې د طبیعي پېښو، نا امنۍ او کډوالۍ له امله زیانمن کېږي.

افغان حکومت په داسې حال کې پر نړیوالې ټولنې د مرستې غږ کوي چې په تېرو څو کلونو کې د جګړې، ناامنيو او او طبیعي پېښو له امله ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

افغان کډوال

خو په ورته وخت کې د مدني بنسټونو ټولنه وايي، په هېواد کې د نفوسو د دقیقې شمېرې پرته به له اړو کسانو سره هر ډول مرسته بې‌ګټې وي.

د دغې ټولنې مشر عزیز رفیعي په دې اړه وايي:

"دغه ارقام تر اوسه پورې په واضح ډول روښانه نه‌دي، هېڅ څه هم په افغانستان کې مستند نه‌دي، هر هغه پروګرام چې اوس‌مهال افغان حکومت او نړیواله ټولنه‌یې دغه هېواد ته جوړوي، دا یوازې د عوامو تېر ایستنه ده او زه تاسې ته ډاډ درکوم چې دا تخیلي ارقام دي، عملي شمېرې نه‌شته."

ښاغلي رفیعي ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت باید اړو کسانو سره د مرستې د وړاندیز پر ځای، په بېلابېلو پراختیايي برخو کې کار وکړي، ترڅو په دې توګه د ټولو خلکو ستونزې هوارې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ