مسؤلین: په غزني کې د ښځو د سوداګرۍ وضعیت ښه شوی

د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ وضعیت د تېرو دوو کلونو په پرتله ښه شوی دی.

د دغې خونې مشر عبدالمتین قلندري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، سوداګرې ښځې په دغه ولايت کې د خیاطۍ او د خامک ګنډلو له لارې له خپلو کورنیو سره اقتصادي مرسته کوي.

نوموړي وویل، د دوی محصولات په کابل، کندهار، بلخ، هرات او بهر په استرالیا او کاناډا کې په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د ښاغلي قلندري په وینا، د دې ټولو پرمختګونو سره سره، په دغو ولایتونو کې سوداګرې ښځې ستونزې هم لري او که چېرې دغه ستونزې حل شي، د دوی فعالیتونه به هم با کیفیته او پراخ شي.