ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې نژادپال نه‎دى

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې نژادپال نه‎دى.

وروسته له هغې چې د ادعاوو له مخې ښاغلي ټرمپ د هائیتي، السالوادور او ځينو افريقايي هېوادونو په اړه ناوړه تبصرې وکړې، پر ده انتقادونه وشول.

پرون چې د انتقاد کوونکو د دغو تورونو په اړه له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه وشوه، هغه په ځواب کې وويل:

"نه، نه. زه نژادپال نه يم. زه تاسو ته ويلى شم له هغو کسانو چې تاسو مرکې ورسره کړي، داسې څوک يم چې ډېر لږ نژادپال يم."

ښاغلي ټرمپ دا خبرې په فلوريډا ايالت کې په خپل شخصي ګلف کلب کې خبريالانو ته وکړې.

امريکايي رسنيو راپور ورکړى چې ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې له شپږو سناتورانو سره د کتنې پر مهال د افريقا او هيتيکډوال خيرن انسانان بللي وو.