په لوګر ولايت کې يوې قومي جرګې د پاکستان په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي دریځ د ستایلو لپاره هغه ته یو مډال ډالۍ کړ.
ډونالد ټرمپ د نوي ميلادي کال په اوله ورځ وويل چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا لسګونه میلیارده ډالره اخیستي، خو امریکایانیې تېر ایستي دي.
د لوګر د ساداتو قوم مشر سید فرهاد اکبري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:
Your browser doesn’t support HTML5
له ښاغلي اکبري سره مرکه
"زموږ بزګر، موچي او غریبکار که ۱۰۰ وې یا ۵۰ افغانۍ وې دا یې ورکړې او ټولې ۴۵ زره افغانۍ شوې چې موږ پرې د سرو زرو مډال جوړ کړ. مډال په لاس جوړ شوی او لیکلیې په ماشین کې نهدي شوي. پر دې مډال موږ ولیکل چې د افغانستان د خلکو لهخوا نه د شجاعت مډال ډونالد ټرمپ د امریکا جمهور رئیس ته."
ښاغلي اکبري وویل، د ډونالد ټرمپ په نومیې دا مډال په کابل کې د امریکا سفارت ته ورکړ.
د ده په خبره د دوی دا کار په عامو خلکو پورې تړلى او کومه سياسي انګېزه نهلري.