ننګرهار: اچین او هسکه مېنه کې د داعش پر ضد عملیاتو ښه نتیجه ورکړې

د ننګرهار امنیه قوماندان وايي، په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پر ضد هوايي او ځمکنیو عملیاتو ښه نتیجه ورکړې ده.

جنرال عبدالرحمن رحیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموريت په هوايي مرسته د داعش پټن‌ځایونه بمبار شوي او هم د دې ډلې پر ضد ځمکني عملیات شوي دي.

دی وايي:

"په اچین او هسکه مېنه کې هوایي حملې شوې دي، ځمکني جنګونه هم شوي دي. د داعش ډلې ډېره غټه ماته خوړلې او زیات تلفات‌یې لیدلي دي. بدون له شکه چې د داعش په لیکو کې بهرنیان هم شته."

ښاغلي رحیمي وویل، د افغان پوځیانو په وروستیو عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې سختدریځو ته د وراوښتې مرګ ژوبلې دقیق شمېر به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

خو ځینو رسنیو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د یوې اعلامیې پر اساس ویلي چې په هسکه مېنه او اچین کې په وروستیو بمباریو کې د داعش ډلې ۱۷ سختدریځي وژل شوي دي.