میاخېل: د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې غځولو لپاره یو پلاوی پاکستان ته ځي

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په اړه د هغه هېواد له چارواکو سره غیر رسمي خبرې شوي او په دې برخه کې د نړیوالو بنسټونو هڅې هم روانې دي.

د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل د یکشنبې «۱۳۹۶کال مرغومې ۲۴»په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هڅې روانې دي چې په پاکستان کې د افغان کدوالو د اوسېدو نېټه تر یو بل کاله پورې هم تمدید شي.

ښاغلی میاخېل وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې د تمدیدولو په تړاو ټاکل شوې د «یو. ان.ایچ. سي. ار» او یو شمېر نورو بهرنیو بنسټونو له استازو جوړ یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ شي.

حفیظ احمد میاخېل

نوموړي زیاته کړه:

"ټاکل شوې چې د «یو. ان. ایچ. سي. ار» په ګډون د یو شمېر بهرنیو بنسټونو له استازو جوړ یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او د هغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو په تړاو د هغوی د وروستۍ پرېکړې په اړه خبرې وکړي، هڅې روانې دي چې پاکستان پر خپله دې پرېکړه بیا کتنه وکړي."

اوسمهال ۱،۴میلیونه راجسټر شوي افغان کډوال په پاکستان کې اوسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې د دوی د قانوني اسنادو موده د ۲۰۱۷مېلادي کال د ډسمبر د میاشتې په ۳۱ نېټه پای ته ورسېده.

د پاکستان کابینې د جنورۍ په پنځمه نېټه پرېکړه وکړه چې افغان کډوال باید د ۲۰۱۸مېلادي کال د جنورۍ د میاشتې په ختمېدلو سره خپل هېواد ته ستانه شي.

تر هغې راوروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وویل چې افغان کډوال باید خپل هېواد ته د ستنېدنې لپاره لازم چمتوالی ولري.

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان نه د افغان کډوالو د احتمالي راستنېدنې لپاره یې تیارۍ پیل کړي دي.

د افغانستان، پاکستان او «یو. ان. ایچ. سي. ار» استازو د تېر کال د نومبر د میاشتې په ۳۰ مه نېټه په ترکیه کې هوکړه کړې وه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه باید تر یو بل کاله پورې هم وغځېږي.

په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې ویاند نادر فرهاد د دغه پلاوي د سفر په اړه جزئیات نه ورکوي، خو وايي چې د ستونزې د هواري په هدف له پاکستان سره خبرې روانې دي:

نادر فرهاد

"د «یو. ان. ایچ. سي. ار» اداره عملاً په دې برخه کې د پاکستان او افغانستان له چارواکو سره پر دې مسئله خبرې کوي او هیله من یو چې په دغو خبرو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو کارټونه تر شپږ میاشتو یا یو کاله پورې تمدید شي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون یوه عړې هیلۍ ارشاد وايي چې د پاکستان دا اقدام سیاسي اړخ لري او غواړي په دې توګه پر افغانستان فشار راوړي.

نوموړې له افغان کډوالو غواړي چې د دغې مسئلې د دایمي حل په هدف راستانه او د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.

راپور: رحمت الله افغان