سږکال د قره قل د څرمنې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د بلخ د قره قل د پروسس او صادراتو انسټيټیوت وايي، سږکال په زیاته کچه د قره قل څرمنې بهرته صادرې شوې دي.

د دغې ادارې مدیر محمد عارف د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له پنځو لکو جلدو زیات د قره قل څرمنې د ۱۳۹۶ مالي کال تر پایه اسیایي او اروپايي هېوادونو ته استول شوي چې تېر مالي کال دا رقم څه باندې یونیم لک جلده و.

ښاغلی عارف زیاتوي، سږکال ټولټال ۴۷ زره جلده د قره قل څرمن اسیایي هېوادونو او دغه شان له پنځو زرو جلدو زیاته فنلنډ ته لېږل شوې ده.

نوموړی وایي، د افغاني قره قل یو جلد څرمن په نړیوالو بازارونو کې له ۵۰ تر ۷۰ ډالرو پلورل کېږي.

له قره قل نه د ژمنیو جامو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي.