عمران خان: له ټرمپ سره لیدل به راته د ترخې ګولۍ تېرول وي

عمران خان چې غواړي د پاکستان راتلونکی صدراعظم شي، وايي؛ د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدل به ورته د یوې ترخې ګولۍ تېرول وي، خو که د سږ کال په انتخاباتو کې بریالی شو، زړه نازړه به دا کار وکړي.

ده پرون شنبه په یوه خبري غونډه کې ولسمشر ټرمپ ته په اشارې چې پاکستان یې په افغانستان کې د یاغي ډلو په ملاتړ تورن کړی دی، وویل:

"هو، موږ به خبرې وکړو، راته به سخته وي خو باید یوه ترخه ګولۍ له ستوني تېره کړم او هغه ووینم."

ده د امریکا له لوري له پاکستان سره چلند نامناسب وباله.

عمران خان چې پخوا د پاکستان د کرکټ لوبغاړی و، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر دی.

دی د پاکستان په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کې چې غالباً د روان میلادي کال په جولای کې کېږي، د صدراعظمۍ څوکۍ ته د رسېدو هیله لري.

په پاکستان کې صدراعظم هغه ډله ټاکي چې په پارلمان کې اکثریت ولري.