ظریف: ټرمپ له ایران سره له شوي اټمي تړونه په قصدي توګه سرغړاوی کوي

د ایران لوړپوړی ډیپلوماټ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تورن کړی چې د ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له شوي اټمي تړونه په قصدي توګه سرغړاوی کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د جمعې په ورځ پر خپل ټوېټر وویل، د ایران سره د اټمي تړون په اړه د ټرمپ وروستی اعلان، د دې پاخه څو اړخیز تړون د کمزوري کولو لپاره د نهیلۍ هڅې دي.

ظریف زیاته کړې، د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره پر شوي اټمي توافق بیا خبرې اترې ممکنې نه دي او امریکا دې د ستړې کوونکې لفاظۍ پر ځای، د ایران په څېر په بشپړه توګه شوی تړون عملي کړي.

تر دې مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي وو، نوموړی به یو ځل بیا پر ایران د بندیزونو اسانه کول تمدید کړي، خو د ټرمپ په وینا، که له ایران سره شوی اټمي تړون په څو میاشتو کې پیاوړی نه شي، نو دا به د امریکا متحده ایالات له دې تړون وباسي.

ولسمشر ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي چې پر ایران د امریکا د بندیزونو محدویدل د ۱۲۰ نورو ورځو لپاره تمدیدوي، خو ټینګار یې کړی چې دا به وروستی ځل وي چې د دې تړون د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو فرصت برابروي.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې دا تمدید یوازې د دې لپاره دی چې په دې تړون کې د موجودو لویو نیمګړتیاو د سمولو لپاره وخت برابر شي او زموږ د اروپايي متحدانو دا تړون وساتل شي.

د امریکا ولسمشر همدارنګه دا وروستی فرصت بللی دی او ټینګار یې کړی چې که په تړون کې شته نیمګړتیاوې په څو میاشتو کې لېرې نه شي، امریکا به د دې تړون د یوې برخې په توګه پر ایران د بندیزونو لېرې کېدل، د بل ځل لپاره تمدید نه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

په عین حال کې د ولسمشر ټرمپ ادارې د جمعې په ورځ په ۱۴ ایراني اشخاصو او سازمانونو نوي بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د خزانې وزارت ویاند ویلي، دا بندیزونه له بشري حقونو څخه د جدي سرغړاویو، سانسور او د غیر اټمي وسلو له موضوعاتو سره تړلي دي.

د هغو کسانو په لېست کې چې بندیزونه پرې لګېدلي، لوی نوم د ایران د قضايي قوې د مشر صادق لاریجاني دی.

نوموړی د ایران د پارلمان د رئیس علي لاریجاني ورور دی.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، لاریجاني په ایران کې د اشخاصو یا ایراني اتباعو او یا هغو کسانو چې ایران کې اوسې، په وړاندې د بشري حقونو د جدي سرغړاویو د امر ورکولو، کنټرول او یا رهنمایۍ مسؤل دی.

د دې بندیزونو له مخې، په امریکا کې د هغو کسانو پانګې کنګلېږي چې د بندیزونو په نوي لېست کې یې نومونه شامل دی.

همدارنګه امریکایان له دوی سره له کاروباري راکړې ورکړې منعه شوي دي.

ایران د شنبې په ورځ ویلي چې پر لاریجاني د بندیزونو خلاف به ورته عکس العمل وښيي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د ټرمپ د ادارې دا اقدمات دښمنانه او د نړېوالې ټولنې له ټولو سرو کرښو اوښتل بللي او ویلي یې دي چې په وړاندې به یې یو لړ ورته اقدامات وکړي.