د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د هوايي حملې په اړه د نیویارک ټایمز تبصره

وال سټریټ ژورنال له افغان پوځ سره د امریکا د مرستو په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې د امريکا دفاع وزارت وايي، مخکې تر دې چې په افغانستان کې د پسرلي په راتګ سره د جګړې موسم پيل شي، امريکا غواړي په افغانستان کې خپل نظامي حضور پراخ کړي.

د امريکا پوځ به افغانستان ته نظامي په وسلو سمبال او پرته له وسلو بې پيلوټه الوتکې استوي.

د مقالې په وينا دا الوتکې افغانستان ته د هوايي ملاتړ، کشفي او استخباراتي مقاصدو لپاره لېږل کېږي.

مقاله زیاتوي چې د نظامي وسايلو زیاتولو تر څنګ به د امریکا له فورټ بيننګ نظامي اډې څخه د مرستې لپاره د پوځ امنيتي قوې لوا په فبرورۍ مياشت کې افغانستان ته ولېږل شي.

دغه لوا به افغان ملي امنيتي ځواکونو ته جنګي سلا مشورې ورکوي.

د وال سټريټ ژورنال مقاله د امریکايي چارواکو له قوله لیکي چې دا اقدام له افغانستان سره د روزنې په برخه کې د امریکا ژمنتيا پراخوي.

مقاله زياتوي چې دا ټول اقدامات د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر اګست هغه پرېکړه چې افغانستان ته به څلور زره نور امريکايي سرتيري ولیږي، چټکوي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ننګرهار پر اچین ولسوالۍ د افغان جنګيالیو د حملې په اړه ليکلي دي.

په مقاله کې راغلي، امریکايي سرتېرو هغه اربکيان هدف ګرځولي چې د افغانستان په ختيځ کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش پر ضد جګړه کوي او په نتیجه کې يې ديارلس اربکيان وژل شوي دي.

تر دې مخکې ويل شوي چې له دغو اربکيانو څخه یوه د امریکا د ځانګړو ځواکونو پر یوه سرتېري ډزې کړي چې په نتيجه کې هغه ټپي شو.

دا پېښه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالي کې وشوه.

د داعش جنګیالي د اچين ولسوالۍ په یو شمېر برخو کې فعالیت کوي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه مفصل راپور کې چې د تېر کال په ډسمبر مياشت کې خپور شو، راغلي چې د داعش ډلې پر ضد د مځکنیو او هوايي عملیاتو په نتيجه کې په ۲۰۱۷مېلادي کال کې د دې ډلې تر ۱۷۴ زیات جنګيالي وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د داعش ډلې څانګې کمزورې شوي دي، خو قوي احتمال شته چې پر ګڼ نفوس لرونکو سیمو د دې ډلې حملې دوام وکړي.