ټرمپ وايي، پر ایران به د بندیزونو کمول تمدید کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ۲۰۱۵ کال د اټمې موافقې له مخې به پر ایران د بندیزونو کمول تمدید کړي او د اوس لپاره به دا موافقه پر ځای وساتي.

خو ولسمشر ټرمپ پرون په یوې اعلامیه کې وویل چې پر ۱۴لوړ رتبه ایراني چارواکو به نوې او هدفې بندیزونه ولګوي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي د وروستي ځل لپاره پر ایران د بندیزونو د کمولو موافقه تمدیدوي او د دې لپاره چې له ایران سره موافقه سمه شي، باید په کې بدلون راوستل شي.

د امریکا د خزانې وزارت وویل پر ایراني مقاماتو دا بندیزونه له بشري حقونو څخه د سرغړونو، سانسور او د وسلو اړوند موضوعاتو له امله لګول کېږي.

په دې ایراني چارواکو کې چې د ټرمپ اداره پرې بندیزونه لګوي د ایران د قضایه قوې مشر صادق لاریجانې هم شامل دی.

د ایران او د امریکا په ګډون د نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټمې موافقې له مخې ایران خپل اټمې فعالیتونه بندوي او په بدل کې په پر تهران لګېدیلي بندیزونه لېري کېږې.